خلکو ته د لومړيتوب ورکول په ۲۰۲۰ کال کې د چين څرګنده نښه ګڼل کيږي
CRI2020-12-27 15:54:00
شريکول:

که وخت بېرته د ۲۰۲۰ کال پيل ته وګرځي، په هغه وخت کې هيچا فکر نه کاوه چې کووېد۱۹ ويروس به انساني ټولنې ته دومره ژور غمونه او ګډوډي ورسوي. څرنګه د خلکو ژوند ساتلی شو؟ دا د هر هېواد پر وړاندې اېښې پوښتنه ده. د وبا تر اغېزو لاندې د شخصيتونو او ټولنې، د اتباعو او هېواد ترمنځ اړيکې زموږ د پام وړ مسئله ګرځېدلې ده.

ولې چين له نورو هېوادونو مخکې د کرونا وبا د وقايې او کنترول، د کار او توليدي چارو د بيا پيل او اقتصادي پرمختګ په برخو کې ښه وده کړې او په ټاکلي موده کې يې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه يې بشپړه کړې ده؟ تر ټولو مهمه تجربه دا ده چې د چين کمونېست ګوند تل د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د ستونزو د ليري کولو په بهير کې د خلکو پر قوت تکيه کوي.  (( خلکو ته د لومړيتوب ورکول )) په روان ځانګړي کال کې د چين تر ټولو ځلانده نښه بلل کيږي.

د سږ کال په پيل کې د کرونا وبا د خپرېدو د خطر پر وړاندې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې د خلکو ژوند او روغتيا ته دې لومړيتوب ورکړل شي. چين د دغه حکم تر لارښوونې لاندې په چټکۍ سره اغېزمن اقدامات پورته کړي. وو هان ښار چې نفوس يې لسګونه مليونه تنه دی، په يوه موده کې له نورو سيمو سره د تګ راتګ لارې بندې کړې وې؛ د هېواد د نورو ځايونو تر دوه څلوېښتو زرو زياتو طبي کارکوونکو په وو هان او هو بۍ کې له کووېد ۱۹ وبا سره مبارزه کې ګډون کړی؛ د چين بېلا بېلو سيمو د دغه وبا د بيا خپرېدو د مخنيوي لپاره په هره بيه تدبيرونه نيولي دي. د چين سرعت، پيمانه او موثريت ليدل شوی دی او د ټولو چارو يوازېنۍ موخه د وبا مخنيوی او د خلکو د ژوند ساتنه ده.

د دغه بحران پر وړاندې  په چين کې د ژوند درناوی له ډېرو تفصيلاتو څخه ښکاره شوی دی. حکومت پر کووېد۱۹ ويروس د ټولو اخته شوو ناروغانو د درملنې لګښتونه پر غاړه اخيستي دي. د ماشومانو او زړو کسانو په شمول هر ناروغ درملنه تر لاسه کړې ده. د بېلګې په توګه، په وو هان کې څه باندې ۲۵۰۰ تنه داسې د لوړ عمر لرونکي کسان پر کووېد۱۹ ويروس اخته شوی چې عمرونه يې تر ۸۰ کلونو لوړ دي، ۷۰ سلنه يې له درملنې وروسته بېرته روغتيا موندلې.

د روغتيا نړيوال سازمان لوړ پوړي سلاکار بروس ايلورډ(Bruce Aylward) چې د نوموړي سازمان يو پلاوی د ده په مشرۍ له چين څخه ليدنه کړې، وويل چې چين د کووېد۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د روسيې نيزاويسيميا ګازيتا (Nezavissimaia Gazeta) ورځپاڼې  د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې ده، چين د وبا پر وړاندې دغسې اصل غوره کړی چې ژوند د پيسو په پرتله لا مهم دی. چين له روانې وبا سره د مبارزې لپاره د سلګونو ميليارډو ډالرو په اندازه پيسې لګولې، خو د چين په اند دغه زيانونه د منلو وړ دي، ځکه ژوند بې قېمته دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په وروستۍ لسيزه کې په يوه مهمه غونډه کې د هېواد د کار او توليدي چارو د بيا پيل په اړه ۸ فقره ييزه غوښتنه وړاندې کړه. دا ښيي چې يوازې ملي اقتصاد ثبات موموي، د خلکو ژوند او ګټې تأمينېدای شي. د چين په اقتصادي کارونو کې د کاري دندو ثبات او د خلکو د ژوند تضمين ته لومړيتوب ورکړل شوی او يو لړ فعالې تګلارې تطبيق شوې دي. د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت زيات شوی. تر اکتوبر پورې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر ۱۰ مليونه او ۹۰  زرو ته رسيدلی دی.

له لويو ننګونو سره سره چين په ټاکلې موده کې په ۲۰۲۰ کال کې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه خپله ژمنه بشپړه کړې ده. په چين کې نژدې سل مليونه کسان له بېوزلۍ څخه ايستل شوي دي. دغه برياليتوب خلکو ته د لومړيتوب ورکولو په اړه د چين د ځواکمن ګوند د افکارو يوه نمونه ده.

(ياسمين)