د چين پرانيستی اقتصاد د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره حياتي ځواک برابروي
cri2020-12-28 14:25:29
شريکول:

د امريکا يو مشهور بلاګر څو ورځې مخکې ( ولې نړۍ چين ته اړتيا لري؟ ) تر عنوان لاندې يوه وينا او ليکچر درلود. هغه په خپلو خبرو کې د بازار، ورخلاصون او تکنالوژۍ په شمول برخو کې د چين ستر اهميت بيان کړ او دې ته يې اشاره وکړه چې د ورخلاصون او همکارۍ په اړه د چين رويه د اوسنې نړۍ له اړتيا سره سمون خوري.

 چين تل د ورخلاصون  پر تګلارو ټينګار کړی او کوي يې. په داسې حال کې چې سږ کال نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې د کوويد-۱۹ له امله سختې زيانمنې شوې، چين تر ټولو مخکې د دغه ويروس خپرېدل کنټرول کړي، لومړی يې د اقتصاد مثبت پرمختګ موندلی او په دوامداره توګه يې د لوړې کچې د ورخلاصون بهير هڅولی، دا د نړۍ لپاره ستر اهميت لري او نړۍ ته يې مستقيم فرصتونه برابر کړي چې د چين بازار د نړۍ په بازار بدل شوی. چين د څه باندې ۸۵۰ توکو وارداتي ماليات ټيټ کړي او د دغو توکو د چين له ګمرکي ادارې څخه د تېرېدو وخت يې تر ډېرې اندازې پورې کم کړی. برسير پر دې، په چين کې د وارداتي او صادراتي توکو نندارتون، د خدمتي چارو نړيوال نندارتون، نړيوال وارداتي نندارتون او د چين-اسيان نندارتون په وار سره ترسره شوي او بېلا بېلو هېوادونو ته يې ډېر فرصتونه برابر کړي دي. د مثال په توګه، د چين درېيمې دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې د لاسليک شويو سوداګريزو تړونونو ارزښت د تېر کال په نسبت لا زيات دی.

 د نړۍ د توليد ځنځير د يوې برخې په توګه، چين لومړی د ياد ويروس خپرېدل کنټرول کړي او بيا يې وروسته توليدي او اقتصادي چارې عادي کړې چې د نړۍ د توليد او عرضې د ځنځيرونو ثبات يې ساتلی. د روان کال په تېرو يوولسو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 1.8 سلنه زيات شوی او د تېر نومبر تر ۵مې نېټې پورې د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډو د تګ راتګ شمېر ۱۰ زرو ۱۸۰ ته رسېدلی او دغه رقم  د ۲۰۱۹ کال د عمومي شمېر په پرتله لا زيات دی.

سږ کال په فبرورۍ مياشت کې د کوويد-۱۹ له امله په چين کې د پرزجاتو توليد وځنډول شو او د کوريا جمهوريت د هوندای موټرو شرکت توليدي کرښه هم په مجبوراً وځنډول شوه. لسګونه ورځې وروسته په چين کې د پرزجاتو توليدوونکو شرکتونو په عادي کېدو سره او په کوريا جمهوريت کې اړوند توليد هم عادي شوی. نو ډېر بهرني شرکتونه دا ګډ نظر لري، که په چين کې فابريکې او ماشينونه عادي کار کوي، نو د نړۍ د توليد ځنځير ثابت ساتل کېږي. د جاپان د نيکو ورځپاڼې دې ته اشاره کړې ده، نړۍ پر چين لا زياتې اړتياوې لري.

د يادولو وړ ده چې د چين د اقتصاد په تازه مرکزي کلنۍ غونډه کې غوښتنه شوې چې د پرمختګ د نوي شکل جوړونه بايد په ۲۰۲۱ کال کې لومړی ګام په ښه توګه ترسره شي، بايد د بازار او قانون پر اساس نړيوال سوداګريز چاپېريال جوړ شي او د ( CPTPP) په تړون کې ګډون به تر جدي غور لاندې ونيول شي. له دې څخه ښکاري چې چين د پرمختګ نوی شکل جوړول داخلي دوران نه دی، داخلي او نړيوال دوه دورانونه دي چې يو د بل ملاتړ او هڅونه کېږي. د فرانسې ليسيچوس ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، په پيچلي نړيوال چاپېريال کې د چين د لوړې کچې ورخلاصون به نړيوال بازار ته ډېرې ګټې ورسوي.

يوه اصطلاح ده وايي چې هر وريځ د سپينو زرو سرحد لري، يعنې په هره خطرناکه شېبه کې فرصت هم پيدا کېږي. د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې، نړيوال اقتصاد بايد څنګه عادي شي؟ ورخلاصون او همکاري يوازينی انتخاب دی. نو چين له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې بايد په ګډه پرانيستی او ورخلاصون غوره کړي، دندې دې پر غاړه واخلي تر څو د نړۍ ګډ پرمختګ وهڅول شي.