د اسيا د خوندېتوب مفکوره د دې سیمې خونديتوب او پرمختګ تضمينوي
CRI2020-12-29 16:33:14
شريکول:

اسيا چې نفوس يې د ټولې نړۍ نږدې ٪67 او اقتصادي حجم يې د ټولې نړۍ يوه پر درېيمه برخه جوړوي، نړۍ لپاره يې اهميت ډېر څرګند دی. د اسيا سوله ييز او با ثباته پرمختګ پر ټولې نړۍ اغېز لري. د دې ترڅنګ اسيا غني او رنګا رنګ کلتورونه او تمدنونه لري، د دې وچې هېوادونه يو له بل سره اقتصادي او ټولنيزې ودې توپيرونه لري او په مختلفو پړاونو کې قرار لري، خو دوی ته په ډېرو برخو کې ګډ ګواښونه متوجه دي، لکه د جيوپوليټيکي اړيکو په برخه کې، امنيتي برخه کې او دغه راز غير امنيتي برخه.

” درې قدرتونه “ (زورغواړي او ترهګر، ملت پاله بېلتون غوښتونکي او مذهبي تندلاري)د اسيا د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې ګډ ګواښونه بلل کیږي. بېلابېل اسيايي هېوادونه له ډېر پخوا  د يادو درېيو قدرتونو له امله زيانمن دي.
دغو قدرتونو ډېرې ترهګريزې پېښې طرحه او جوړې کړې او نه يوازې يې د اسيايانو سر او مال ته زيانونه رسولي، بلکې پرمختګ او ښه ژوند ته د رسېدو په لاره کې يې د اسيايانو هڅې له خنډونو سره مخ کړې دي. امنيت د پرمختګ بنسټ دی، له امنيت پرته پرمختګ نا ممکن دی .
ځيني هېوادونه اسيا په نړۍ کې د خپلې زور ازموينې ميدان او بادارۍ غوښتنې وسيله ګڼي او د يادو سرزورو هېوادونو کړنې د سيمې د هېوادونو ګټې زيانمنې کړې دي. اسيا په نړيوال سياست کې مهم ځای لري، له سيمې ور ها خوا ځينې هېوادونه اسيا په نړۍ کې  د خپل زور ښودلو ميدان او پر نورو د بادارۍ ور تپلو د وسيلې په  توګه کاروي.
دوی د اسيايي هېوادونو ترمنځ يووالی نه، بلکې بې اتفاقي غواړي، آن په آسيايي هېوادونو کې يې د خپلو ګټو په موخه نفاق رامنځته کړی.  د اسيا د بېلابېلو هېوادونو ګډ امنيت او ګډ پرمختګ هر وخت د يادو هېوادونو له لوري د اچول شوو تفرقو له خطرونو سره مخامخ دی او بايد اسيايان  ډېر متوجه، هوښيار او بېدار واوسي.

شک نشته چې په ګډ امنيت کې د هرچا ګټې تحقق مومي او ټول به سوکاله وي. د اسيا هېوادونه د مساحت، نفوس او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له لحاظه يو له بل سره توپير لري، خو  ټول يې امنيت او پرمختګ ته ګډه اړتيا او مسئوليت لري. چين همېشه هغه نظر عملي کوي چې هېوادونه که لوی وي که وړکي، په نړيوالو اړيکو کې ټول مساوي حقونه لري. خو ځيني هېوادونه د نورو له مهمو ګټو او غوښتنو ته له پام پرته، يوازې خپل امنيت ته پام کوي او د خپلو ګټو لپاره آن د نورو په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

د ۲۰۱۴ کال په مۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د جوړولو اقداماتو په څلورمه سرمشريزه غونډه کې يوه وينا وکړه چې عنوان يې و (د امنيتي همکارۍ د نويو پرمختګونو لپاره د اسيا د خوندېتوب په اړه نوې مفکوره). نوموړي د دې وینا پر مهال اعلان وکړ چې په اسيا کې د مشترک، هراړخيز، همکاريز او دواملرونکي امنيت ساتل اړين دي.  دغې مفکورې د اسيا د امنيت ساتلو يوه داسې لار په ګوته کړې چې بېلابېل لوري په ګډه خپل امنيت تامينولای شي، په ګډ امنيت کې د ټولو ګټې خوندي دي.

امنيت د بېلابېلو اسيايي هېوادونو ګډه اړتيا ده او سربېره پردې د امنيت ساتلو په برخه کې مشترک مسئوليت لري. دا نا ممکنه ده چې يو لوری دې امن وي او نور دې نا امن وي، هېڅوک بايد اجازه ونه لري چې د سيمې امنيت په خپل انحصار کې واخلي. اسيايي هېوادونه اوسمهال له ډېرو پيچليو امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي او دغه ګواښونه هم په امنيتي برخه کې موجود دي او هم په غير امنيتي برخه لکه په اقتصادي، انټرنېټي، روغتيايي او داسې نورو برخو موجود دي. د سيمې هېوادونه دې تقابل نه، بلکې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ټول توان دې د درېيو قدرتونو مخنيوی وکړي. ځکه که چېرې د اسيا د يو هېواد امنيتي وضعيت هم خراب وي، نو د نورو اسيايي هېوادونو امنيت به هم تر ډېرو منفي اغېزو لاندې راشي. برسيره پردې اسيايي هېوادونه دې د امنيت ساتلو په عين وخت کې پرمختګ ته هم پاملرنه وکړي څو دوامدار امنيت رامنځته شي. شي جين پينګ په خپله ياده وينا کې هم دې ته په اشارې سره وويل چې د زياترو اسيايي هېوادونو لپاره پرمختګ د ډېر امنيت معنا لري او پرمختګ د سيمې د امنيتي ستونزو د حل کيلي هم ده.

چين همېشه له ګاونډيانو سره ښه چلند کوي او ښه ملګرتيا ساتي او د خپل پرمختګ ګټې له اسيايي هېوادونو، په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو سره شريکوي ، له پخوا راهيسې يې د افغانستان له سولې او پرمختګ څخه ټينګ ملاتړ کړی او په بېلابېلو برخو کې يې له افغانستان سره تروسې پورې مرستې کړې او کوي يې، ځکه د چين په نظر دواړه هېوادونه په امنيت او نورو برخو کې د ګډ برخليک په يوه ټولنه کې قرار لري. چين او افغانستان دې  لاس يو کړي ، خپلمنځي همکارۍ دې لا پياوړې کړي، متقابل باور دې لاټينګ کړي او په ګډه دې د اسيا د خوندېتوب مفکوره عملي کړي، څو ګډ امنيت او ګډ پرمختګ رامنځته شي.