د ۲۰۲۰ کال د چين او نړۍ شل مهم خبرونه:
cri2020-12-29 16:12:15
شريکول:

چين :

  1. چين په ۲۰۲۰ کال کې په کور دننه د کوويډ-۱۹ وبا پر ضد مبارزه کې د ليدو وړ لوی ستراتيژيکي برياليتوبونه تر لاسه کړل.
  2. په ۲۰۲۰ کال کې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه کې د ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د پرمختګ موخې د ټاکلو وړانديز تصويب شو.
  3. د چين حکومت په ۲۰۲۰ کال کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ټاکلې موخه پوره کړه او د هيواد  ۸۳۲ ولسوالۍ يې د بېوزلۍ له ليست څخه واېستلې.
  4. د چين حکومت په ۲۰۲۰ کې د کوويډ-۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول تر څنګ د اقتصادي چارو د عادي کولو لپاره هم ډېر کوښښونه وکړل او د نړۍ يوازينی عمده اقتصاد دی، چې مثبت پرمختګ يې ساتلی دی.
  5. د چين حکومت په ۲۰۲۰ کال کې د لا لوړې کچې ورخلاصون غوره کړ او د ګوانګ دونګ ولايت د شن جن د خاصې اقتصادي ناحيې د جوړېدو  ۴۰مه کاليزه او د شانګهای د پودونګ انکشافي سيمې د جوړېدو ۳۰ کاليزه يې ولمانځله.
  6.  چين په ۲۰۲۰کال کې د مدني قوانينو ټولګه خپره کړه.
  7. په همدې کال کې د چين په ۲۸ ولایتونو کې سخت سيلابونه راووتل او د چين حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې جدي تدبیرونه ونيول او بريالیتوبونه یې ترلاسه کړل.
  8.  د امريکا د تېري پر ضد له کوريا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۰ مې کاليزې د يادونې درانه مراسم ترسره شول.
  9. چين په ۲۰۲۰ کې د علمي تکنالوژۍ په برخه کې يو لړ لاسته راوړنې درلودې او برياليتوبونو او نوښتونو يې د نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده.
  10. د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې په ۲۰۲۰ کال کې د هانکانګ د ملي امنيت ساتنې قانون تصویب کړ.

 نړۍ :

  1. په ۲۰۲۰ کال کې کوويډ-۱۹ وبا په ګردې نړۍ کې خپره شوه او ساینس پوهان د دې وبا پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار کوي.
  2. ۲۰۲۰ کال د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۷۵ مې کاليزې سره برابر و او نړيوالې ټولنې په همدې کال کې د څو اړخيزم او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
  3. په همدې کال کې نړيوال اقتصاد د کووید-۱۹ وبا له امله سخت زيانمن شو، خو چين په نړۍ کې يوازينی هېواد دی، چې د اقتصاد مثبت پرمختګ يې ساتلی دی.
  4. د اسيا او ارام سمندر سيمې ۱۵ هېوادونو په ۲۰۲۰ کال کې د ازادې سوداګرۍ سيمه ييز همکاريز تړون RCEP لاسليک او د نړيوال اقتصاد د احيا باور يې پياوړی کړ.
  5. امريکا پر ايران ډېر فشارونه اچولي، چې له امله یې په منځني ختيځ کې وضعیت لا سخت شوی او د بې ثباتۍ عوامل يې زيات شوي دي.
  6. ۲۰۲۰ کال د پاريس تړون د لاسليکېدو له ۵مې کاليزې سره برابر و، چين د لوی هېواد په توګه د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې دنده پر غاړه لري.
  7. په افريقا کې د ازادې سوداګرۍ سيمه به فعاله شي او دا به د افريقايي هيوادونو د يو ځای کېدو په بهير کې يو مهم ګام وي.
  8. په ۲۰۲۰ کال کې په امريکا کې د نژادي تبعيض او د ډيموکرات ګوند او جمهوريت غوښتونکي ګوند ترمنځ توپيرونه زیات او لا سخت شول او په امريکايي ټولنه کې يې سخت اختلافات را ولاړ کړي دي.
  9. د نړۍ ډېر هېوادونه د سپوږمۍ او مريخ په اکتشافي پروژو کې برخمن دي او په ۲۰۲۰ کال کې د فضا د اکتشاف په اړه د انسانانو کړنې نوې مرحلې ته ننوتلې دي.
  10.   په ۲۰۲۰ کال کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ په سيمه کې شخړې وشوې او لاهم یو بل ته په دښمنانه سترګه ګوري.