راتلونکې ته سترګې په لار يو
CRI2020-12-30 16:16:53
شريکول:

 

۲۰۲۰ کال چې د ټولې نړۍ لپاره يو عادي کال نه و، ژر به  پای ته و رسېږي.

 ټول هيله لري چې په ۲۰۲۱ کال کې هر څه بېرته ښه شي. سږ کال د مختلفو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې ژور او پېچلي بدلونونه راغلي، کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او نړيوال اقتصاد ګام په ګام مخ په کمزورېدو دی. خو چين په عين وخت کې يو لړ داسې  لاسته راوړنې موندلې چې د ټولې نړۍ لپاره بېلګه ګڼل کېږي. نو موږ د چين او ټولې نړۍ ښې ايندې ته سترګې په لار يو.

د امريکا د بلونبورګ ويبپاڼې څو ورځې وړاندې يوه داسې ليکنه خپره کړه چې عنوان يې دی، چين تازه دا ثابته کړه چې نړۍ اړتيا ورته لري او څرګنده يې کړه چې چين د پام  وړ اقتصادي لاسته راوړنې موندلې دي. په دغه ليکنه کې راغلي چې د روان کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې په چين کې د شخصي پانګونو اندازه ۰.۲ سلنه ، په مخکنيو ۱۰ مياشتو کې د لويو صنعتي تصديو لخوا د اقتصادي ګټو عمومي اندازه ۰.۷ سلنه او د لويو خدماتي تصديو لخوا د اقتصادي ګټو عمومي ارزښت ۰.۳ سلنه زيات شوی دی. ويل کېږي چې چين له ډېر سخت فشار سره سره تر ټولو مخکې په خپل هېواد کې د کرونا وبا خپرېدل کنټرول کړي، ژوند او تولي چارې يې عادي کړې او مثبت اقتصادي پرمختګ يې هم موندلی دی. روان کال ښايي په چين کې عمومي اقتصادي حجم له يو لک ميليارډو يوانو څخه واوړي، د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره مخکې ټاکل شوې موخه پوره شوې، په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمير ۱۱ ميلونو ته رسېدلی، د های نان ټاپو د ازادې سوداګرۍ بندر ابادي پيل شوې او د سيمې د هراړخيزې اقتصادي همکارۍ اړيکو تړون (RCEP) په برياليتوب سره لاسليک شوی دی. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي، چينايانو له تېرو لسګونو کلونو په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو او زيارکښۍ سره نننۍ لاسته راوړنې موندلې دي.

 نننۍ نړۍ نه يوازې کرونا سخت خپرېدو له ګواښ سره مخ کړې، بلکې د تبعيض او د جهاني کېدو ضد غوښتنې نوې څپې هم راپورته شوې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اقتصادي چارو جهاني کېدل د ټولنې د توليدي قوه د پرمختګ عيني غوښتنه او د علمي او تخنيکي پرمختګ طبيعي پايله ده. که چين اقتصادي پرمختګ غواړي، نو بايد د نړيوال بازار په لوی سمندر کې لامبو ووهي. د چين پرمختګ نړۍ ته فرصتونه برابروي. چينايان د مختلفو هېوادونو خلکو هرکلی کوي چې د چيني پرمختګ په چټک ګاډي کې سپاره شي.

د چين د پرمختيايي لاسته راوړنو د ارزونې لپاره د نورو خبرو ته غوږ مه نيسئ، بلکې په خپلو سترګو وګورئ چې چين څه کارونه کړي، څه يې لاسته راوړي او نړۍ ته  يې کوم خدمتونه کړي دي. رئيس شي جين پينګ د يادې وينا په ترڅ کې دا هم ويلي چې چين له ۱۹۵۰ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې د خپلې پرمختيايي سويې د لوړولو تر څنګ بهرنيو هېوادونو ته ټولټال څه باندې ۴۰۰ ميليارډه يوانه مرستې برابرې کړې، کابو ۵۰۰۰ مرستندويه پروژې يې عملي کړې او څه دپاسه ۱۱۰۰۰ روزنيز کورسونه يې جوړ کړي دي. د اصلاحاتو او ورخلاصون له پلې کېدو راهيسې په بهر کې د چين لخوا د مستقيمې پانګونې عمومي اندازه ۱۲۰۰ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده. د ۲۰۰۸ کال د نړيوال پولي بحران له پېښېدو راهيسې هر کال په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې د چيني اقتصاد ونډه له ۳۰ سلنې څخه اوښتې ده.

افغانستان چې د چين نژدې ګاونډی هېواد دی، د منځنۍ، جنوبي او لوېديځې اسيا په څلورلار ګڼل کېږي. چينايان د افغانانو خپلواکۍ او مېړانې ته درناوی کوي، هېڅکله  يې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه ده کړې، تل يې تر خپلې وسې پورې دغه هېواد ته ډول ډول مرستې برابرې کړې او کوي يې. افغانان د اوږدې جګړې له امله، د نورو په پرتله د سولې او پرمختګ پر اهميت ډېرښه پوهېږي او له څو کلونو راهيسې يې د يو کمربند او يوې لارې له ګډې ابادۍ څخه ابتدايي ګټې لاسته راوړې دي. رئيس شي جين پينګ د روان کال په نومبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دولتي مشرانو شورا په ۲۰مه غونډه کې دې ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان حالات د سيمې پر امنيت او ثبات پورې اړه لري. نو موږ بايد د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان له ارطباتي ګروپ څخه په ګټې اخيستنې سره د سولې او بيا رغونې په غرض له دغه هېواد سره مرسته وکړو. دا د چين هيله او جدي ژمنه ده. سوکاله او باثباته افغانستان د چين د پرمختګ په ګټه دی او يو سمسور او ځواکمن چين به افغانستان ته ګټې هم ورسوي. د چين، افغانستان او ټولې نړۍ د ښې ايندې په تمه يو!