تبصره: چين په ټاکلي وخت د بېوزلۍ له منځه وړلو موخې ته رسېدلی او په ډېر ستونزمن وخت کې يې د بشر هيلې را ټوکولې دي
cri2020-12-30 15:56:19
شريکول:

”کله  چې تاسې د سهار يوه پياله کافي څښئ، ښايي پوه نه شئ، چې دغه خوندوره کافي د چای وطن يعنې چين څخه راغلې او همدا يوه پياله کافي د چيني بزګرو برخليک بدلولی شي. “

په وروستيو کې د چين په ټولنيزو رسنيو کې  (( په يوه پياله کافي کې  د بېوزلۍ له منځه وړلو کېسه ))په نوم لنډه ويډيو ډېره لاس په لاس کيږي او پاسنۍ خبرې پکې ويل شوې دي.

په دغې وېډيو کې کيسه شوې، چې په ۲۰۲۰ کې د چين د يو نان ولايت په ًپوعر ښار کې کابو ۶سوه زره کسان له بېوزلۍ څخه وتلي، چې دغه شمېر د اروپايي هيواد لوسنبورګ له ټول نفوس سره برابر دی او د دغې لويې بريا د راز په موندلو کې د ياد ولايت کافي زړي ځانګړی ځای لري.

چين په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا له ډېرو منفي اغېزو سره سره، بيا هم په ټاکلي وخت د بېوزلۍ له منځه وړلو موخې ته ورسېد  او ۱۰ کاله مخکې يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ په اجنډا کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه پوره کړه او د بېوزلۍ له منځه وړلو چارو لپاره د نړيوالو خدمتونو انډول يې له ۷۰٪ څخه اوښتی دی.  امريکايي کارپوه روبورټ لاورنسکون وايي، چین ډېر پرمختګونه کړي، خو په هيواد کې دننه د ډېرې بېزلۍ له منځه وړل يې تر ټولو اغېزناک برياليتوب دی، چې په تاريخ کې ساری نه لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بيا بيا ويلي، چې خلکو ته ښه ژوند برابرول، زموږ د ټولو کارونو هدف دي.

د بېوزلۍ له منځه وړل يوه نړيواله ستونزه ده. چينايان له لسګونو کلونو راهيسې د دې ستونزې د حل په هڅه کې دي، په تېره بيا د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس وروسته يې د بېوزلۍ ضد د مبارزې په برخه کې خپل اقدامات چټک کړي دي.

شي جين پينګ د دې مبارزې د لوی لارښوونکي په توګه د چين له ټولو ۱۴ ډېرو بېوزلو سيمو څخه ليدنه کړې ده.

چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو ټينګه اراده ښودلې او لارې چارې يې هم پيدا کړې دي. د امريکا پي بي اېس تلويزيون د روان کال په مۍ کې ((په چين کې د بېوزلۍ ضد مبارزه)) مستند فلم خپور کړ، چې د چین مېډيا ګروپ له لوري جوړ شوی او د چين د چارو په اړه تجربه کار امريکايي کارپوه دوکتور روبورټ لاورنسکون پکې د وياند او ليکوال په توګه دنده ترسره کړې ده.

 د دغې وېډيو په يوې برخې کې داسې راغلي دي (( د های نان ولايت د لينګمن کلي مشر هوانګ های جون د دې کلي د ۳۷ بېوزلو کورنیو وضعيت له نږدې وليده، د هرې کورنۍ د بې وزلۍ لاملونه يې مالوم او وڅېړل او د مرستو بېلابېل او مناسب پلانونه يې جوړ کړل، د بېلګې په توګه يې ځينو کورنيو ته د ورېښمو چينجيو د روزلو طريقې ورزده کول او ځينو نورو ته د مېوو يا سبزيو د کرلو لارې چارې يې يادولی شو)).

چينايان پر دې باور دي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې تر ټولو مهم ګام دا دی، چې لومړی یې لاملونه پيدا او تحليل شي او بيا وروسته د دې ستونزې د حل لپاره مناسب پلانونه جوړ شي. د م.م سرمنشي انټونيو ګوتريس وايي، د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د چين لارې چارې له ډېرو بېوزلو خلکو سره د مرستې او د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د لويو موخو د پوره کېدو لپاره يوازينۍ لاره ده او د چين تجربه د نورو مخ پر ودې هېوادونو ته د زده کړې وړ ده.

په داسې حال کې، چې کورونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، د م.م د پرمختګ پروګرام ( UNDP) وايي، چې په ۲۰۲۰ کال کې به نور سل ميليون کسان د بېوزلۍ ښکار شي، خو چين د بېوزلۍ له منځه وړلو هيلې راټوکولې دي.

په حقيقت کې چين له ډېرو کلونو راهيسې له خپلو بېوزلو کسانو سره د مرستې ترڅنګ، له زياتو پرمختيايي هېوادنو سره هم د م.م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو په برخه کې مرسته کړې ده. د بېلګې په توګه چين له م.م سره د سولې او پرمختګ صندوق او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکاريو ته د مرستې صندوق جوړ کړی، د ختيځې اسيا د بېوزلۍ له منځه وړلو د همکاريزې طرحې او له افريقا سره د بېوزلۍ له منځه وړلو پلان په چوکاټ کې بېلابېلې همکاریزې پروژې عملي کړې دي.

نړیوال بانک وړاندوينه کړې، چې د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به ۷ ميليونه او ۶ سوه زره کسان له ډېرې بېوزلۍ څخه او ۳۲ ميليونه کسان به د منځنۍ کچې بېوزلۍ څخه وژغوري.

ټاکل شوې، چې چين به په راتلونکي کال کې د سوسياليستي او عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوي پړاو ته داخل شي، دا پدې معنا ده، چې چینايان به د بېوزلۍ له منځه وړلو وروسته د ګډې شتمنۍ پر لور ګامونه پورته کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.