د شين پرمختګ په اړه د چين ټينګ هوډ به د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ هڅونه وکړي
CRI2020-12-31 16:41:09
شريکول:

په ۲۰۲۰ کال کې په رسنيو کې د اقليمي بدلون ډېر مهم خبر دا دی چې د چين رهبر شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د م م د عمومي اسامبلې په ترڅ کې اعلان وکړ چې چين به د پاريس تړون د عملي کېدو په ترڅ کې لا زيات خدمتونه تر سره کړي او ژمنه يې وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال وروسته به د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازه کمه کړي او تر ۲۰۶۰ کال پورې به د کاربن حنثی تر سره کړي. ويلی شو چې اوس د هغو هېوادونو په نسبت چې ورته ژمنې يې هم وکړې، چين اوس د اقتصادي پرمختګ په حال کې دی او د کاربن ايستنې ته لا هم اړتيا لري او د چين لخوا د دغې ژمنې د پوره کولو وخت د جرمني او بريتانيي په شمول د ځينو پرمختللو هېوادونو په پرتله يوازې نيمه برخه نيسي. له دې څخه څرګنديږي چې چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې کولو ټينګ هوډ لري.

رڼې اوبه او شنه غرونه د سرو او سپينو زرو په څېر ګرانبيه دي، خو د صنعتي چارو پرمختګ او د ايکلوژيکي چاپيريال تر منځ توپيرونه بايد حل کړو. چين اوس د باکيفيته پرمختګ په حال کې دی، نو شين پرمختګ ته هم اړخيزه اړتيا لري. د چين رهبر شي جين پينګ ويلي چې د طبيعي انرژيو په استفادې سره بايد د پرمختګ لارې پرانيستل شي او د طبيعت او ايکلوژيکي چاپيريال په ساتلو سره بايد شين پرمختګ رامنځته شي.

چين د اقليمي بدلون پر وړاندې ټينګ هوډ او واقعي فعاليتونه لري. د چين د رسمي ارزونې له مخې په تېرو پنځو کلونو کې يې د ايکلوژيکي چاپيريال د کيفيت ښه والي کارونه تر ټولو اغيزمن ثابت شوي. شين پرمختګ د چين په مختلفو ساحو کې رامنځته شوی او په ورته وخت کې د طبعيت ساتنې په برخه کې هم د پرمختګ فرصتونه رامنځته شوي او د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې او اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې يې ګډې ګټې تر لاسه کړې دي. د برازيل د ريو دي جانيرو (Rio de Janeiro) ايالت پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوه ماوريسيو سانتورو  په دې نظر دي چې چين د پرمختګ په بهير کې د شين اقتصادي پرمختګ، د ساينس او تېکنالوژۍ په نويو چارو کې د پانګونو هڅونه کړې او د پرمختګ او چايريال ساتنې کارونه تر سره کوي.

د روان کال په ډسمبر مياشت کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اقتصاد په کاري کلنۍ غونډه کې وټاکل شوه چې د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازې د کمولو او د کاربن حنثی د تر سره کولو دنده به په راتلونکي کال کې د چين د پرمختګ په اتو مهمو دندو کې شامله وي. د شين پرمختګ او د انسانانو او طبيعت هوساينه ښايي د چين د پرمختګ په راتلونکي پنځه کلن پلان کې هم شامله شي . په ځانګړې توګه د چين رهبر د ډسمبر په دوولسمه نېټه د م م د اقليمي بدلون د لوی ارزو په سرمشريزه غونډه کې د نړيوالو اقليمي چارو د ادارې د راتلونکې په هکله درې فقره اييز وړانديزونه وکړل. نړيوالې ټولنې د چين د وړانديزونه وارزول او دا يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د هڅونې لپاره يو مهم فعاليت وباله.

چين د پاريس تړون د هڅوونکي او عملي کوونکي په توګه نه يوازې د خپل شين پرمختګ بلکې په ټوله نړۍ دکاربن د کچې کارولنې هڅونه يې کړې ده. چين تر اوسه انرژۍ سوداګرۍ، پانګونې، توليدي انرژۍ، تاسيساتو او تېکنالوژيو  او د ممعيارونو د  جوړولو په برخو کې  له څه دپاسه سلو هېوادونو او سيمو سره همکارۍ کړې دي. برسيره پر دې د انرژيو د ادارې په چارو کې يې په څو اړخيزو کارونو کې فعال ګډون کړی او د ملګرو ملتونو، د جي شل هېواونو د ډلې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان او د بريکس هېوادونو په شمول د څو اړخيزو ميکانيزمونو په نړيوالو همکاريو کې يې ګډون کړی دی.  اټکل کېږي چې چين به د نوي پرمختګ د نظريې تر لارښوونې لاندې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هراړخيز او زرغون چاپيريال هڅونه وکړي او د اقليمي بدلون هدفونه به تر لاسه کړي.