د هانکانګ اېس سي اېم پي ورځپاڼې د ليکوال لو ګانګ يوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی، د ډيموکراسۍ ناروغ ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي.
ليکوال دغه مقاله د سويډن د وي ډيم څېړنيز ارګان د شمېرنو، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د تحليلونو او د امريکا د هاروارډ پوهنتون د کينيډي ښوونځي د تازه سروې له مخې ليکلې ده او پکې يې ويلي دي، چې ډيموکراسۍ د امريکا د خپلواکې عدليې او عادلانه ټولټاکنو وضعيت ته په کتو په دغه هيواد او ملګرو هيوادونو کې په چټکۍ شا تګ کړی او امريکا يې تر ټولو ډېر د مسؤليت پړه پر غاړه لري.
د مقالې ليکوال زياته کړې، چې د امريکا ډيموکراسۍ شاتګ کړی او اوس د کوم هېواد لپاره بېلګه نه ده. د امريکا د هاروارډ پوهنتون د کينيډي ښوونځي يوه تازه سروې ښيي، چې تر نيمې برخې زيات امريکايان د امریکا ډيموکراسي ناکامه يا ستونزمنه بولي. په دغې سروې کې د امريکا ۲۱۰۰ ځوانان پوښتل شوي او يوازې ٪۷ ځوانانو خپل هېواد جوړ او ډيموکراتيک بللی دی.