روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۶مه نېټه د نړۍ د ملاريا راپور خپور کړی دی.
د ياد راپور له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې په ټولې نړۍ کې تقريباً ۲۴۱ ميليونه کسان پر ملاریا اخته شوي وو، چې شمېر يې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۴ ميليونه زياتوالی ښيي. په همدغه کال کې ۶۲۷ زره کسان د ملاريا له امله مړه شوي، چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۶۹ زره زياتوالی ښيي، چې په دغه شمېر کې تقريباً دوه پر درېيمه برخه مړینه د دې له امله رامنځته شوې، چې پر يادې ناروغۍ اخته کسانو د کرونا وبا تر اغېزې لاندې ښه طبي درملنه نه ده کړې.