لي‌ که چيانګ: د چين اقتصاد ستر پټ ځواک لري
cri2021/12/07 14:11:41
شريکول:

د چين صدراعظم لي‌ که چيانګ د ډسمبر په ۶مه شپه بېجينګ کې د نړیوالو اقتصادي سازمانونو له مشرانو سره د ګردي ميز شپږمه انلاين غونډه تر سره کړه.‌ لي‌ که چيانګ په ياده غونډه کې وويل، چې د چين د اقتصاد پرمختګ ټينګ ملاتړ لري او باور يې وښود،‌ چې د ټول کال عمده موخه به پوره کړي او نور به هم مخ په ښه کېدو روان شي.

نوموړي وويل، چې چين به اصلاحاتو او ورخلاصون ته وده ورکړي او سوداګريز چاپيريال به نور هم ښه کړي او د بازار او د اقتصادي پرمختګ عمده خوځنده قوه به رامنځته کړي. هغه پر دې ټینګار وکړ، چې چين به د پاليسيو د ښه تطبيق کولو تر څنګ، د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې هم خوځنده قوې زياتې او اقتصاد به پياوړې کړي. نوموړي زیاته کړه،  چې د چين اقتصاد پټ ځواک لري‌ اود لنډمهالو اقتصادي‌ څپو مخه به ونيسي او په ثابت او سالم ډول به پرمختګ وکړي.