په لويديځو هېوادونو کې د چين ضد ځواکونو پلان شوې ډرامه
cri2021/12/07 15:23:37
شريکول:

د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو کې د چين ضد ځواکونو تر کنټرول لاندې د اويغوريانو   تش په نوم ځانګړې محکمه به د ډسمبر په ۹مه نېټه تش په نوم په شينجيانګ کې د توکم ختمولو په هکله قضاوت وکړي.

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت مطبوعاتي وياند شوی ګوې شيانګ د ډسمبر په ۶مه نېټه د شينجيانګ په اړه يوې خبري ناستې کې په اشاري وويل، چې د اويغوريانو تش په نوم ځانګړې محکمه عدلي اداره نه ده، بلکې دا د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو کې د چين ضد ځواکونو لخوا جوړه شوې ده. يوه قانوني اداره حق لري، چې قضاوت وکړي، خو دا په يادو هېوادونو کې د چين ضد ځواکونو لخوا پلان شوې ډرامه ده.

شوی ګوې شيانګ په ياده خبري ناسته کې دا معلومات هم ورکړل، چې ياده تش په نوم محکمه د جرمونو د تثبيتولو دريځ لري او غواړي، په خپله قضاوت وکړي، خو دوی په حقيقت کې نړيوال قوانين تر پښو لاندې کوي او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو په حق کې ظلم کوي. هغه وويل ، چې دغه محکمه چې د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو کې د چين ضد ځواکونو، تش په نوم د اويغوريانو نړيوال کنفرانس او د ختيځ ترکستان غورځنګ لخوا په ګډه پلان او جوړه شوې، له چين سره مخالفت کوي، له ترهګرانو سره اړيکې لري او کړنې يې د باور وړ نه دي. دغه محکمه په قانوني لحاظ د نړيوال قانون د جنايي پيښو له اصولو سره په ټکر کې ده او داسې شواهد پکې نشته، چې د نړيوالو قوانينو تر اغېزې لاندې وي، نو د قضاوت واک نه لري. په حقيقت کې دغه محکمه پر شينجيانګ د تور لګولو او د چين په کورنيو چارو کې د لاس وهنې په موخه جوړه شوې او د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو کې د چين ضد ځواکونو سياسي وسله ګرځيدلې ده.

شوی ګوی شيانګ وويل، چې د يوې ترهګريزې ډلې لخوا کنټرول شوې تش په نوم محکمه يوازې د نړيوالې ټولنې غندنې جلبوي.د دغې تش په نوم محکمې ګډون کوونکي ټول په بدو کړنو کې ښکېل دي. د دغې تش په نوم محکمې مشر جيغوري نيس د نړيوالو بشري حقوقو په چارو کې همیشه ناوړې دعوې پر مخ وړي او د چين ضد ځواکونو سره ټينګې اړيکې لري. تش په نوم زيانمن شوي خلک د چين ضد د ځواکونو لخوا روزل شوي او اوس د دوی په خوښه خپلې چارې ترسره کوي. هر ځل چې دوی په دغه شان ډرامه کې رول لوبوي، د ډايکټرانو په خوښه کړنې او عمل ترسره کوي، جعلي خبرې وايي، خو هر ځل د دوی دروغ څرګند شي او هیڅ خبره يې حقیقت نه لري.

شوی ګوې شيانګ وويل، چې دوی د شينجيانګ پر حکومت تور لګولی، چې د اويغوريانو د توکم ختمولو هڅې او جرمونه ترسره کوي او داسې بې بنسټه تورونه د انسانانو په تاريخ کې ډېر بد بلل شوي. بايد وويل شي، چې د توکم ختمولو جرم د تشخيص لپاره قانون، ډېر جدي شواهد او معياري اجنډاوې شتون لري. ځيني هېوادونه، ډلې او شخصيتونه په خپله خوښه اټکل کوي، خو  ريښتني شواهد نه لري، غواړي يو هيواد بدنام کړي او له همدې لارې ضربه ورکړي، خو دوی په حقیقت کې رېښتینی قضاوت نه شي کولی. 

شوي ګوې شيانګ پر دې ټينګار وکړ، چې د شينچيانګ بېلا بېلې تګلارې د دغې سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د واقعيتونو، د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ګټو او هيلو او د نړيوالې ټولنې له اصولو سره سمون لري او عدلي کارونه ترسره دي.