د هند او روسيې مشرانو په نوي ډيلي کې سره وکتل
cri2021/12/07 11:17:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند لومړي وزير نريندرا مودي د ډيسمبر په شپږمه نېټه د دغه هېواد په پلازمینې نوي ډيلي کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ملاقات وکړ او موافقه يې وکړه، چې د اقتصاد، انرژۍ او دفاعي چارو په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ هند ته تللی او هلته يې د هند لومړي وزير نريندرا مودي سره کتلي دي.

دواړو مشرانو د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې په لومړي ځل مخامخ ليدنه وکړه.

د روسيې او هند د یوې ګډې اعلاميې له مخې، دواړو مشرانو پر دې ټينګار کړی، چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ، د نفتو او طبيعي ګازو په شمول د انرژیو په برخو کې او د بريکس هېوادونو تر چوکاټ لاندې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره به ګډو هڅو ته دوام ورکړي او په نړيوالو چارو کې به د لا مهم رول د لوبولو لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان څخه ملاتړ وکړي.(غاټول)