چين د ښځو حقونو د ساتلو په اړه د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د نوي فرمان هرکلی وکړ
cri2021/12/07 11:03:06
شريکول:

د افغان طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې د افغانستان د لنډ مهالي حکومت مشر لخوا د ښځو حقونو د ساتلو په اړه نوی فرمان خپور کړ. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د ډيسمبر په ۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د افغان طالبانو دغه واقعي اقدامات د هرکلي او هڅونې وړ وبلل. 

نوموړي څرګنده کړه، چين دې ته پام کړی چې د افغانستان د لنډ مهالي حکومت مشر د نکاح او کورنۍ په برخه کې د ښځو حقونو د ساتلو نوی فرمان صادر وکړ او پکې يې ويلي چې ښځه مال نه، بلکې اصيل او آزاد انسان دی. د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضايت ضروری دی. هېڅوک ښځې په جبر او اکراه سره پر نکاح کولو نشي محبورولای. ښځې بايد له شرعي حقونو څخه بې برخې نشي. د دې تر څنګ په دغه فرمان کې د ښځو حقونو د ساتلو په اړه نظريې، ليکنې او څرګندونې هم هڅول شوې دي. 

وياند جاو لي جيان زياته کړه چې، چين د افغانستان د نيک ګاونډي په توګه هيله لري چې د ښځو او ماشومانو په شمول د بنسټيزو بشري حقونو د ساتلو په اړه فرمانونو ته د عمل جامه واچول شي، ځکه دا نه يوازې د افغانانو په ګټه دي، بلکې نړيواله ټولنه هم دې ته په تمه ده. 

( سپوږمۍ)