ايران: د ذروي مسئلې په مذاکراتو کې به لنډمهالی تړون لاسليک نه کړي
cri2021/12/07 11:22:52
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده د ډسمبر په ۶مه نېټه په مطبوعاتي ‌ناسته کې وويل، چې ايران به د ذروي‌ مسئلې مذاکراتو کې لنډمهالی تړون لاسليک نه کړي او غواړي‌ ډېر ژر دايمي‌ اټومي تړون ته ورسېږي.

خطيب زاده وويل، په مذاکراتو کې د اړوندو خواوو ژمنې بايد د ۲۰۱۵م کال د تړون په پرتله کمې نه وي او ايران به هم په مذاکراتو کې له ياد تړون څخه پورته ژمنې ونه کړي. نوموړي د ايران د ذروي‌ فعاليتونو د زياتوالي لامل دا په ګوټه کړ،‌ چې امريکا د ايران ذروي‌ مسئلې تړون نه دی مراعات کړی. نو ايران به د لګېدلو بنديزونو د لېري کولو په برخه کې د اړوندو خواوو له څرګندونو وروسته د ذروي‌ فعاليتونو په اړه پرېکړه وکړي.