شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د يوې غونډې مشري وکړه
cri2021/12/07 11:19:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې سياسي بيورو د ډسمبر په شپږمه نېټه په یوه غونډه کې د ۲۰۲۲م کال د اقتصادي چارو په اړه بحث وکړ او د دغې کميټې د انضباطي څار کميسيون د نظارت څانګې کاري راپور يې واوريد.

د دې ترڅنګ دوی په دې غونډه کې د ګوند د پاکۍ او د فساد ضد مبارزې په پار د ۲۰۲۲ کال کارونه ترتيب کړل او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د انضباطي څار کميسيون کاري مقررات يې تر سنجش لاندې ونيول.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې غونډې مشري وکړه.(غاټول)