په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۶۵۱۹۴۱۹۱ ته رسېدلی
cri2021/12/07 11:18:09
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۶ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۶ مې نېټې د شپې تر ۷ بجو او ۳۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۳۱۱۵۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۶۵۱۹۴۱۹۱ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۲۵۴۱۱۶ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې په پرتله يې شمېر ۶۳۷۴ زيات شوی دی.

(مينه)