په سوډان کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي
cri2021/12/07 11:16:53
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان يو غېر حکومتي سازمان چې د سوډان ډاکترانو مرکزي کمېټې په نوم يادېږي، د ډسمبر په ۶ مه نېټه ويلي چې د دغه هېواد په لوېديځ دارفور ايالت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شويو نښتو له امله لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي دي.

ياد سازمان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد په لوېديځ دارفور ايالت کې په تېرو څو ورځو کې ګڼې نښتې شوي چې له امله يې لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

(مينه)