د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د ډسمبر په ۶مه نېټه وويل، چې حکومت يې غواړي له سوريې سره خپلمنځي اړيکې، په تېره بيا تجارتياړيکې پياوړې کړي.
د ايران د ولسمشرۍ دفتر د خبر پاڼې له مخې، رييسي په همدې ورځ د سوريې د بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره ليدنه وکړه. رييسي وويل، چې دواړه هېوادونه بايد اوږمهاله او هراړخيز پلان جوړ کړي، څو دوه اړخيزې اړیکې يې نورې هم ژورې شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي تګ راتګ تر وړاندوينې کم دی، خو دواړه خواوې توان لري، چې تجارتي اړيکې پياوړې او تګ راتګ زيات کړي.