چين: بېلا بېلې خواوې بايد د ايران د اتومي تړون په خبرو کې موافقې ته ورسيږي
cri2021/12/07 14:05:06
شريکول:

د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون  د اوم پړاو مذاکرات څو ورځې مخکې په ويانا  کې تر سره شول.  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۶مه نېټه په مطبوعاتي ناسته کې وويل، چې  د ايران د اتومي تړون  بېلابېلې خواوې بايد د مذاکراتو پر سياسي لوري ټینګار وکړي او موافقه پراخه او د مذاکراتو روانې  پروسې ته پرمختګ ورکړي. 

د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي‌ ويلي، چې ايران اتومي لاسليک ته بېړه نه لري. د دې تر څنګ، د فرانسې،‌ بريتانيا او جرمني چارواکو  هم په يوې ګډې اعلاميې کې اندېښنه ښودلې، چې ايران د اتومي تړون په روانو خبرو کې شاتګ کړی دی.

 جاو لي‌ جيان وويل، چې که څه هم د ايران اتومي تړون مذاکرتو کې نوی پرمختګ نه دی شوی، خو بېلابېلو خواوو په جدي‌ توګه پکې ګډون کړی او موافقه يې کړې،‌ چې په اصلي بڼه به ياد هراړخیز تړون بيا اعاده کړي.