د امريکا د استخباراتو ادارې پخوانی چارواکی: د امريکا ډيموکراسي په شړېدو ده
cri2021/12/07 16:02:19
شريکول:

د امریکا نېشنل انټريسټ مجلې وېبپاڼې د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د دغه هېواد د استخباراتو مرکزي ادارې يا سي ايي اې پخواني چارواکي پول ار پيلار يوه ليکنه ((امريکا څنګه د خپلې ډيموکراسۍ د سختو خرابېدو په ترڅ کې، ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي؟))

خپره کړې ده. 

پول ار پيلار په دغه ليکنه کې ويلي، چې جوبايډن په داسې حال کې ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي، چې په دغه هيواد کې خپله ډيموکراسي شړېدلې او د لا خرابېدو په حال کې ده.

 د امريکا له دوو لويو سیاسي ګوندونو څخه يو يې پر ډيموکراسۍ نور باور نه لري او له يوې مودې راهيسې يې د خلکو د رايې حق د مخنيوي هڅه کړې او آن د ټولټاکنو پایلې ته يې درناوی نه دی کړی.

د دغه ګوند مشري د يوه پخواني ولسمشر پر غاړه ده او تر اوسه يې د دغه هيواد په ولسمشريزو ټولټاکنو کې خپله ناکامي نه ده منلې او وايي، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلې شوې ده، د دغه هېواد په ولسي جرګې کې د دغه ګوند زياترو استازو هم د ټولټاکنو پایلې ته مخالفه رايه ورکړې وه .