چين به له افغانستان سره نورې مرستې وکړي
cri2021/12/08 11:06:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۷مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وویل، چې چين د افغانستان د دوستانه ګاونډي هېواد او صميمي ملګري په توګه د دغه هېواد د بيا رغونې او اقتصادي پرمختګ په چارو کې تل ورسره مرستې کړې دي.

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت چارواکي ويلي، چين د کرونا ضد يو ميليونه دوزه واکسين او يو ميليون او ۶۰۰ زره واکسين سورنجونه د روانې مياشتې په ۶مه نېټه کابل ته ليږلي دي. وياند جاو لي جيان په اشارې سره وويل، چې چين د افغانستان د خلکو د غوښتنو له مخې له دغه هېواد سره د دوه سوه ميليونو يوانو په ارزښت د بيړنيو بشري مرستو د عملي کولو کارونه چټک کړي دي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې چين به د افغانستان خلکو ته د ۳۰ ميليونه يوانو په ارزښت غلې دانې هم وروليږي. د دې تر څنګ چين له نړيوالې ټولنې څخه هم غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره اړينې مرستې او ملاتړ وکړي. ځيني هېوادونه چې د افغانستان د مسئلې د حل دندې پر غاړه لري، بايد مسئوليت يې ومني او خنډونه دې نه جوړوي.