په ويانا کې به د ايران د ذروي مسئلې مذاکرات دوام ولري
cri2021/12/08 10:48:54
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د ذروي مسئلې د مذاکراتو استازي محمد حسين باقري د ډسمبر په اوومه نېټه وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې خبرې اترې به د ډسمبر په نهمه نېټه د اطريش په پلازمينه ويانا کې بيا پېل شي.

نوموړي په همدې ورځ د دغه هېواد د دولتي ټليویزيون له خبريال سره په مرکې کې ياد خبر ورکړ او ويې ويل چې ايران د بنديزونو د لېرې کولو او د ذروي فعاليتونو په تړاو ګټور او ارزښتناک وړانديزونه کړي او دا به د يادو مذاکراتو د پرمخبیولو لپاره ګټور وي. هغه هيله وښوده، چې لويديځ هېوادونه به د دغو مذاکراتو د دوام لپاره رښتيني او اړين ګامونه پورته کړي.

(غاټول)