روغتيا نړيوال سازمان: په ۵۷ هېوادونو او سيمو کې اوميکرون ويروس پيدا شوی
cri2021/12/08 12:42:47
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۷مه نېټه د کرونا وبا په اړه يو نوی راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې تېره اوونۍ پر کرونا وبا د نويو اخته شويو کسانو شمېر له ۴ ميليونو او ۱۰۰ زرو څخه زيات ښودل شوی او په همدغه موده کې د دغې وبا له امله د تازه مړينې شمېر له ۵۲ زرو څخه زيات و، چې دا د تېرې اوونۍ په پرتله ۱۰فيصده زياتوالی ښيي.

په ياد راپور کې ويل شوي، چې تر اوسه پورې په ۵۷ هېوادونو او سيمو کې اوميکرون ويروس پيدا شوی او د دې ويروس اکثره پېښې يې په سفر پورې تړلې بللې دي.