ډيلټا ويروس لا هم په اروپا کې د کرونا وبا د خپرېدو عمده بڼه ده
cri2021/12/08 11:00:43
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا دفتر منشي کلوګ د ډسمبر په ۷مه نېټه د ډنمارک په پلازمينه کپنهاک کې وويل، چې د کرونا وبا نوی بدل شوی ويروس ( اوميکرون ) په دې وروستيو ورځو کې د زياتيدو په حال کې دی، خو ډيلټا ويروس لا هم په اروپا کې د کرونا وبا د خپرېدو عمده بڼه ده.

د کرونا وبا ضد واکسين کول د سختې ناروغۍ او د دې ناروغۍ له امله د مړينې د کموالي لپاره لا هم اغيزمنه چاره ده. هغه د اروپا له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ضد واکسين او د تقويې واکسين وکړي، د ودانيو دننه دې ماسک واچوي او اړوند تدبيرونه دې عملي کړي.