د سوريې خبري اژانس د دسمبر په اوومه نېټه د دغه هېواد د پوځ په قول ويلي، چې اسرائيلو د ډسمبر د اوومې نيټې د سهار وختي په يوه بجه او ۲۳ دقيقو، د سوريې د لاتاکيا بندر پر شاوخوا سيمې څو توغندی توغولي، چې له امله يې څو کانتينرونو اور اخيستی او سوځيدلي دي.
په دغه بريد کې خلکو ته د مرګژوبلې په اړه تر دې دمه کوم راپور نه دی ورکړل.