امريکا د ډسمبر په ۶مه نېټه اعلان وکړ، چې د بايډن حکومت به د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته ډيپلوماتان يا رسمي استازي ونه لېږي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۷مه نېټه وويل، چې چين د امريکا له دغې څرګندونې سره کلک مخالفت کوي او پر وړاندې به يې ځوابي تدبيرونه ونيسي.
جاو لي جيان په همدې ورځ په مطبوعاتي ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې په شينجيانګ کې د نژادي تصفيې په اړه د امريکا دروغ پوره په ډاګه شوي او اوس غواړي، چې د ايډيالوژيکو تعصبونو او دروغو پر بنسټ د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. امريکا به په دغسې کړنو خپل اعتبار ته زيان ورسوي. امريکا د انديانو قتل عام وکړ او د دوی ټولوژنه يې د تاريخ غېږې ته وسپارله، خپل سترګې پرې پټوي او هر څه يې هېر کړي دي، خو نورو ته بيا ګوته نيسي او پروپاګند خپروي.