‌د امريکا او روسيې ولسمشرانو د اوکراين پر اوضاع بحث وکړ
cri2021/12/08 10:47:11
شريکول:

    د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين د ډسمبر په ۷مه نېټه په يوه ويډيويي خبرو اترو کې د اوکراين اوضاع او دوه اړخيزو اړيکو په اړه پر يو لړ مسئلو بحث وکړ. 

   د امريکا د سپينې ماڼۍ د خبريالانو ډلې ويلي، چې د دواړو مشرانو دغو خبرو اترو دوه ساعته دوام درلود. وروسته تردې، سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې ولسمشر جو بايډن په دغو خبرو اترو کې وويل، چې امريکا او اروپايي ملګري يې د روسيې او اوکراين په سرحدي سيمې کې د روسي ځواکونو د قوي کېدو په مناسبت اندېښمن دي. که روسيه لا قوي پوځي عمليات تر سره کړي، امريکا او ملګري به يې پر روسيې باندې د سختو اقتصادي بنديزونو په شمول يو لړ تدبيرونه ونيسي. نوموړي بيا تائيد کړې، چې امريکا د اوکراين له حاکميت او د خاورو له بشپړتيا څخه ملاتړ کوي او له روسيې او اوکراين څخه يې غوښتنه کړې، چې د شخړې او کشالې د ليرې کولو په هکله له ډيپلوماتيکې لارې چارې د اوکراين مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي. 

    د روسيې د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې په همدې ورځ خبر ورکړ، چې دواړو ولسمشرانو په دغو ويډيويي خبرو اترو کې په ژنيو کې د دوه اړخيزو سرمشريزو خبرو اترو د پايلو د تطبيقېدو، دوه اړخيزو اړيکو، د اوکراين حالاتو، د ايران د ذروي مسئلې او انټرنيټي معلوماتي امنيت په شمول د يو لړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او په عمده توګه يې د اوکراين بحران او د مينسک تړون د پلې کولو په اړه بحث وکړ.