چين: د امريکا ډيموکراتیکه سرمشريزه به پر ډيموکراسۍ سخت ګوزار وکړي
cri2021/12/08 17:23:06
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په اتمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، که امريکا ځان ته هر ډول سينګار ورکړي، خو اصلي څېره يې، چې د ډيموکراسۍ په نوم باداري کوي، په ښکاره توګه افشا شوې ده او د دغه هېواد له لوري رابلونکې ډيموکراتيکه سرمشريزه به پر ډيموکراسۍ سخت ګزار وکړي او بدې کړنې به یې د تاريخ غېږې ته وسپارل شي.

د هنګري حکومت د ډيموکراتيکې سرمشريزې په اړه د اروپايي ټولنې د ګډ دريځ سند ته د وېټو رايه ورکړې ده. برسيره پردې د روسيې، کيوبا، کينيا، روندا او یو شمېر نورو افريقايي هېوادونو کارپوهانو، رسنيو، همدارنګه د ټوډۍ ايجپشن او منځني ختيځ ټايمز په ګډون د منځني ختيځ يو شمېر خبري رسنيو هم د ليکنو او مقالو په خپرولو سره له يادې سرمشريزې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين پدې اړه وويل، چې د هنګري د حکومت له يادې کړنې څخه څرګنديږي، چې امريکا د ډيموکراسۍ په پلمه په نړۍ کې تقابل راپاروي او دغه کړنه يې نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ نه ده.