امريکايي ډيموکراسي د کريسمس وسلې پر ګولۍ لګېدلې
CMG2021/12/08 15:40:14
شريکول:

د امريکا د کينتوکي ایالت پارلماني غړي توماس ماسي پر خپلې ټوېټر پاڼې د يوې داسې کورنۍ  انځور خپور کړی، چې هر کس پکې په ډېرې خوښۍ توپک په لاس نيولی دی. توماس ماسي د دې عکس ترڅنګ ليکلي، چې "سانتا کلاز! مهرباني وکړئ ما ته مهمات راکړئ."  

د امريکا د ميشيګن ايالت په يوه ښوونځي کې څو ورځې وړاندې د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې ډېرو زده کوونکو ته مرګژوبله واوښته.

 دغه پېښه د همدې ښوونځي د يوه ۱۵ کلن زده کوونکي له لوري رامنځته شوه، چې پکې څلور کسان ځای پر ځای ووژل شول او څو نور ټپيان شول.

هغه توپک چې دغه زده کوونکي د ښوونځي پر زده کوونکو ډزې وکړې، خپل مور او پلار ورته د کريسمس ډالۍ کې اخيستی و.

 امريکا د بشري حقونو ساتل د خپلې ډيموکراسۍ غوره والی بولي، خو لا هم په دغه هېواد کې د خلکو د ژوند بنسټيز حق تضمين نه دی او امريکايي سياستوال بيا هم ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي.

د چين يو فکري مرکز ((د امریکايي ډيموکراسۍ په اړه لس پوښتنې)) راپور خپور کړی او دې ته يې پکې اشاره کړې، چې په امريکا کې وسله ډېره  ناوړه او بې ځایه کارول کيږي، چې د هر امريکايي بنسټيز بشري حق ګواښي او په دغه هېواد کې ډيموکراتيک نظام نيمګړی کوي.

  مالوماتو له مخې، امريکا تر ټولو زيات ۳۹۳ ميليونه توپکونه لري، خو د وسلې کارولو قانون يې تر تولو کمزوی دی. هر امریکايی لږترلږه يو داسې کس پېژني، چې د ډزو په پېښه کې مړ شوی دی.

امریکا ځان د ډيموکراسۍ څلی او ساتونکی بولي، خو د ډزو زیاتې پېښې پکې رامنځته کيږي او تر اوسه یې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات نه دي نيولي.

په امريکا کې د وسلو کنټرول ولې دومره ګران دی؟

د دې پوښتنې لومړی لامل د امریکا  له سياسي نظام او قوانينو سره تړلی دی. د امريکا په اساسي قانون کې د وسلې ساتلو په تړاو يوه څرګنده ماده نه شته او د فيډرالي او ایالتي حکومتونو ترمنځ دريځونه يې هم ډېر توپيرونه لري.

د روان کال په مۍ کې د کاليفورنيا ایالت په سان جوس ښار کې د رېل پټلۍ يوه کارکوونکي خپل ۹ همکاران په ډزو ووژل او وروسته يې خپل ځان هم وواژه.

 سپنې ماڼې له دغې پېښې وروسته پارلمان څخه غوښتنه وکړه، چې د وسلو کنټرول لپاره  جدي اقدامات غوره کړي، خو په ورته ورخت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په مشرۍ د تېکساس ایالتي حکومت يو قانون تصويب کړی او خلکو ته يې اجازه ورکړې، چې له اجازت نامې پرته وسله ګرځولی شي.

د امریکا په ټاکنو کې فساد یوه بله لویه ستونزه ده

د امریکا د توپکونو ټولنه په دغه هېواد کې د وسلو لرونکو تر ټولو لوی سازمان دی او تر پنځو ميليونو ډېرغړي او ډېره زياته شتمني لري. دغه سازمان د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو، آن د سترې محکمې د قاضيانو په ټاکنو کې هم ډېر نفوذ لري.

 د امريکا د اوپن سکریټس (Open Secrets) ويبپاڼې شمېرې ښيي، چې  ياد سازمان د ۲۰۲۰م کال  په فيډرالي ټاکنو کې تر ۲۹ ميليونو امریکايي ډالرو ډېرې پيسې لګولې دي. هغه سياستوال، چې د دې سازمان په پانګو واک ته رسېدلي، له شکه پرته د دغه سازمان لپاره کار کوي. که څه هم زيات خلک د وسلو د کنټرول غوښتنه کوي، خو سياستوال يې غږ نه اوري.

د وسلو کنټرول د امريکا له لویو ستونزو څخه دی او د امریکايانو له ژوند سره ټينګ تړاو لري، خو د امریکايي ډيموکراسۍ نيمګړتياوې يې په بشپړه توګه افشا کړې دي او امريکايي سياستوال جرئت نه لري، چې په راتلونکې ډيموکراتیکې سرمشريزې کې په دغې موضوع بحث وکړي.

له شک پرته دغه سرمشريزه يوازې يوه سياسي ډارمه ده او د ډيموکراسۍ لپاره هیڅ ګټه نه لري.