د چين د شن جو -12 فضايي بيړۍ فضانوردان په لومړي ځل د خلکو په مخ راښکاره شول
cri2021/12/08 17:21:25
شريکول:

د چين د فضانوردۍ د علمي روزنې مرکز د ډسمبر په ۷مه نېټه د بيجينګ د فضانوردۍ په مرکز کې د شن جو ۱۲ مې انسان وړونکې فضايي بيړۍ د فضانوردانو مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.


د دغې فضايي بيړۍ انسان وړونکې دنده د چين په فضايي سټيشن کې د کيليدي تېکنالوژيو د ازموينې په پړاو کې څلورمه دنده وه. دريو فضانوردانو (ني های شنګ، ليو بو مينګ او تانګ هونګ بو) په فضا کې خپلې درې مياشتنۍ دندې بشپړې او زيات شمېر علمي ازموينې يې تر سره کړې او د دوو ځلو لپاره يې له بيړۍ څخه بهر په فضا کې يې فعاليتونه تر سره کړي دي.

دريواړو  فضانوردانو په فضا کې کامرو او ګرځنده تليفونونو له لارې د ښايسته منظرو عکسونه اخيستي دي.