شي جين پينګ د پرمختيايي هېوادونو د بشري حقوقو فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
cri2021/12/08 16:46:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۸مه نېټه د ۲۰۲۱ کال د پرمختيايي هېوادونو د بشري حقوقو فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې په اشارې ويلي، چې بشري حقوق د انسانانو د تمدن د پرمختګ يوه نښه ده. د خلکو د ژوند، ارزښت او کرامت ساتل او د بشري حقوقو لرل د انساني ټولنې ګډ حق دی. خلکو ته لومړيتوب ورکول او د خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره هڅې کول د بېلا بېلو هېوادونو ګډې دندې دي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د چين کمونېست ګوند تل بشري حقوقو ته درناوی کړی او د تامين په لټه کې يې دی. چين د خلکو په خوښه د دوی ګټو ته لومړيتوب ورکوي، د پرمختګ له لارې د بشري حقوقو هڅونه کوي، د خلکو د ټول بهير د ډيموکراسي پرمخبيايي، د ازاد او هراړخيز پرمختګ هڅونه کوي او د بشري حقوقو د پرمختګ لاره يې موندلی ده . نوموړي زياته کړې چې چين د بشري حقوقو چارو د پرمختګ په چارو کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي او څه باندې ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه چينايان د بشري حقوقو تامينولو په برخه کې د نيکمرغۍ او امنيت احساس لري.

چين د بشري حقوقو ساتنې چارې په بېلا بېلو لارو تر سره کوي او د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه بايد د بشري حقوقو تامينولو لپاره د خپل ملت د غوښتنو په اساس سمون لرونکې لارې ومومي. چين غواړي له پرمختيايي هېوادونو سره يو ځای د انسانانو ګډ ارزښت وساتي، ريښتينی  څو اړخيزم عملي کړي او د بشري حقوقو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.