په ۲۰۲۱م کال کې د چيني تصديو د نړيوالو بڼو د سروې راپور خپور شو
cri2021/12/08 10:51:45
شريکول:

   په ۲۰۲۱م کال کې د چيني تصديو د نړيوالو بڼو د سروې راپور د ډسمبر په ۶مه نېټه د همدې کال د چيني تصديو د نړيوالو بڼو په عالي رتبه فورم کې په رسمي توګه خپور شو. دغه راپور د چين د بهرنيو ژبو او خپرونو ادارې د نړيوالو خپرونو د پرمختګ د مرکز، د عصري چين او نړۍ اکاډمۍ او د کانتار شرکت لخوا په ګډه جوړ شوی دی. په دغه راپور کې ليکل شوي، چې په دغې سروې کې د مختلفو هېوادونو  اکثره ګډون کوونکي د چين په اړه مثبت او ښه نظرونه لري. دوی د خپل وطن او چين ترمنځ دوه اړخيزو اړيکو ته اهميت ورکوي او د خپل هېواد او ټولې نړۍ په اقتصاد باندې د چين د اقتصادي پرمختګ مثبتې اغيزې ستايي. په دې جمله کې هغه ځوان ګډون کوونکي، چې عمرونه يې له ۱۸ څخه تر ۳۵ کلونو پورې دي، په نړۍ باندې د چين د اقتصاد او پرمختګ د مثبتو او فعالو اغيزو په اړه ډېرې لوړې ارزونې لري. (غوټۍ)