د م م سرمنشي پر کرونا اخته کس سره د تماس له امله قرنطين شو
cri2021/12/09 11:08:41
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټریس مرستیال ویاند فرهان حق د دسمبر په اوومه نېټه وویل چې ګوټریس د کرونا پر ویروس له اخته کس سره د تماس له امله په کور کې قرنطين شوی دی.

 فرهان حق په ملګرو ملتونو کې میشتو خبریالانو ته په یوه بریښنالیک کې وویل چې ګوټریس اوس مهال د دغې ناروغۍ نښې نښانې نه لري او د کرونا ټېست لومړنۍ پايله يې   هم منفي راغلې ده، خو په هر ډول فعاليتونو کې يې ګډون لغوه کړی او له کور څخه انلاين کار کوي او د روانې مياشتې په ۹مه نېټه به بیا د دې ناروغۍ ټېسټ وکړي.