امریکا د ډيموکراسۍ د استازي کېدو وړتيا نه لري
cri2021/12/09 16:50:20
شريکول:

امريکا نن ورځ(د ډسمبر په ۹ مه نېټه) د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه پيل  کړې، خو د چين او روسيې په شمول ګڼو هېوادونو ته یې د ګډون بلنې نه دي ورکړي. ايا دغه غونډه واقعا له ډيموکراسۍ سره تړاو لري؟ ډېرو هېوادونو په تېره بيا هغو هېوادونو چې د امريکا له خوا د پيل شويو جګړو له امله زيانمن شوي او د دوی له بنديزونو سره مخ دي، په دې اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي. د ايران د تهران تايمز ورځپاڼې د ډسمبر په شپږمه نېټې  یوه مقاله کې راغلي،چې امريکا تل خپل ځان د ډيموکراتيکو هېوادونو مشر بولي، د ډيموکراسۍ غونډې د جوړېدو موخه د ياد ټکي تائیدول دي. خو په منځني ختيځ کې د امريکا له کړنو څخه ښکاري، چې هغوی نه يوازې د نورو هېوادونو ډيموکراسي له پامه غورځولې، بلکې د هغه ډول ډيموکراسۍ د لټولو لپاره هڅې کوي، چې د دوی له سیاسي او نړيوالو ګټو سره سمون لري. افغانان چې د ترهګرو د ځپلو په نوم د امريکا په جګړه کې زيانمن شوي، د يادې سرمشريزې له جوړېدو سره مخالفت کوي. د افغانستان د خوست پوهنتون سياسي کارپوه محمد سيد مراد د چين د ميډيا ګروپ له خبریالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې امريکا يوازې پر خپلو ګټو څرخي او تل یې له نورو هېوادونو سره اړيکې پر خپلو ګټو راڅرخولي، نو دوی په هېڅ صورت ډيموکراسۍ نه لټوي.

رښتينې ډيموکراسي دا ده، چې بايد د ولسونو غوښتنې، اړتياوې او ګټې په نظر کې ونيول شي. خو امريکا يوازې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډيموکراسۍ نارې وهلي، خو عمل يې له خبرو سره سمون نه لري. د امريکا له خوا د اعلان شوې ډيموکراسۍ په هکله ښاغلي مراد داسې وويل، چې امريکا تل د ډيموکراسۍ دعوې کړې او دا یې د ځان او نورو هېوادونو لپاره يو ښه نظام بللی دی، خو دوی په هېڅ صورت ډيموکراسۍ ته ژمن نه دي. هغه زياته کړې، چې ښکاره خبره دا ده چې په ډيموکراسۍ کې بايد د ولسونو ګټې او غوښتنې خوندي وي، خو د امريکا په ډيموکراسۍ کې دا عمل برعکس دی. د امريکا له خوا ادعا شوې ډيموکراسي يوازې د دوی د حکومت پر ګټو څرخي او تل يې له نورو هېوادونو سره په اړيکو کې پر خپلو سياسي ګټو  راڅرخولې. نړيوال ټول پوهيږي چې د امريکا د خبرو او عمل ترمنځ مطابقت  وجود نلري. دوی د خبرو او عملونو لپاره جلا جلا پاليسي لري. دغه هېواد د ډيموکراسۍ په نوم افغانستان، سوريې او عراق او داسې نورو هېوادونو ته داخل شوی او جګړې يې پيل کړې وې. دوی هېڅکله نه وو ويلي، چې مونږ يادو هېوادونو ته د دوی د ورانولو او تباه کولو په موخه ځو، بلکې تل به يې په ډېرې مکارۍ  ویلي چې مونږ غواړو په دغو هېوادونو کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو او د دوی ماشومانو ته د تعليم زمینه مساعده کړو، تر څو د دغو هېوادونو خلک تل د سولې په فضا کې ژوند وکړي او قوي اقتصادي سيستم او د ژوند ټول سهولتونه ولري، خو دغه کاذبې وعدې يې هڅکله نه وې عملي کړې. د دوی د کاذبې ډيموکراسۍ د شتون له کبله د دغو هېوادونو ولسونه لويې کندې ته  وغورځېدل. نو د افغانستان، سوريې او عراق وضعيت اجازه نه راکوي چې وایو، امريکا د ډيموکراسۍ انلاين سرمشریزې د کوربتوب حق لري.

په تېرو شلو کلونو کې د امريکا دغه کاذبې ډيموکراسۍ افغانستان ته ډېر زيانونه رسولي، چې له دې امله يې تر اوسه پورې افغانستان له بحران او ستونزو سره مخ دی. ښاغلي مراد په تېرو څو لسيزو کې د امريکا د دغې ډيموکراسۍ د منفي اغيزو د يادونې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان ته په خپل راتګ سره نه امن نه ډيموکراسي او نه کومه بله خير او ښيګڼه راوړه، يوازې يې د افغانستان د ابادۍ د کمزورتيا او ځپلو لپاره يو اوږد مهاله او مضر پلان راوړلی دی. په شل کلنه دوره کې امريکا هره ورځ خپلې ګټې تعقيب  کړې، کله  يې چې تقريبا خپلې سیاسي ګټې تر لاسه کړې، د افغانستان هېواد او خلک يې په يو لوی بحراني حالت کې پرېښود.

د ښاغلي مراد په اند هر هېواد بايد هغې ډيموکراسۍ ته وده ورکړي، چې له خپلو مشخصاتو سره سمون لري. هغه زياته کړې چې زمونږ په ټولنه کې يو متل دی چې ړوند په خپل کار ښه پوهيږي، نه سترګوار د بل په  کار. د هر هېواد وګړي توان لري، چې په خپله خاوره کې يو حکومت جوړ کړي او يو نظام وچلوي. نو امريکا چې په نړۍ کې د زبرځواکه هېواد په توګه که له ډيموکراسۍ څخه ملاتړ  کوي، ولې د افغانستان په شمول غريبو او بې وزله هېوادونو ته دا حق نه ورکوي ؟ افغانان خپل مذهب، کلتور او دودونه لري، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو وګړيو د خپلو مذهبونو، دودونو او کلتورونو مطابق نظامونه جوړ کړي دي. د نړيوالې کورنۍ د يوه غړي په توګه افغانستان هم بايد هغه ډيموکراتيک نظام جوړ کړي، چې له خپل اسلامي کلتور سره یې سمون ولري. د دې ترڅنګ پر افغانستان د امريکا بنديزونه د ډيموکراسۍ اصول نه شي تعقيبولی. که امريکا رښتيا هم ډيموکراسۍ ته په کامله  توګه  ژمنه وي، نو بايد د افغانانو پانګه ازاده کړي او له دغه لوی بحران څخه په وتلو کې له افغانانو سره هر ډول مرستې وکړي. نو زما په اند که امريکا لاهم پر نورو هېوادونو بنديزونو او تېري ته دوام  ورکوي، نو دوی په نړۍ کې د ډيموکراسۍ د استازي کېدو او د دغې سرمشریزې د کوربتوب وړتيا نه لري.