د م.م عمومي اسمبلۍ پریکړه لیک کې بيا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفهوم ياد شوی
cri2021/12/09 11:13:39
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په اتمه نېټه وويل، چې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۶ مه عمومي غونډه کې «په فضا کې د وسلو د نه ځای پر ځای کولو لومړی پرېکړه ليک» د رايو په اکثريت تصويب شو.

دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لومړۍ کميټې لخوا وړانديز شوی و.

پريکړه ليک کې په دې ټينګار شوی، چې په بهرنۍ فضا کې د وسلو د سيالۍ د مخنيوي په اړه بايد يو تړون لاسليک  او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره بايد هڅې ګړندۍ شي.

پنځه کاله کيږي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په پریکړه لیکونو کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفهوم باندې ټينګار کيږي.

 داسې ښکاري، چې دغه فکر د خلکو په زړونو کې ژورې ریښې غځولې دي.

وانګ ون بین زياته کړه، چې په خواشینۍ سره، امريکا او يو شمېر هیوادونو د ایډیالوژیکو ملاحظاتو له مخې، په مکرر ډول ادعاوې کوي، چې ټول هېوادونه یو شان برخلیک لري او دوی د نوې سړې جګړې د رامنځته کولو اراده نه لري، خو له بلې خوا، دغه هيوادونه د نړیوالې ټولنې ګډ غږ له پامه غورځوي، په عمدي او قصدي توګه د یووالي پر وړاندې خنډونه جوړوي، د ټکر رامنځته کېدو هڅې کوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفهوم بدناموي او خلکو ته يې تر پامه بد ورپېژني.

حقایقو ثابته کړې او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به بيا هم د امريکا دا ډول غیر مسؤلانه او دوه معیاري ځورونې سره کلک مخالفت وکړي.