د امريکې ډيموکراتيکه سرمشريزه ډيموکراسي ځپي
cri2021/12/09 15:37:47
شريکول:


له چین څخه د هانکانګ د جلا کېدو په تور شکمن مجرم لوه ګوان څونګ څو ورځې مخکې ويلي، چې هغه غواړي، د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزې کې وینا وکړي. 

 امريکې یو داسې شکمن مجرم ته بلنه ورکړې، چې د ټکان وړ ده او دا ترې ښکاري، چې د امريکې ډيموکراسي رياکارانه بڼه او دوه ګوني معیارونه لري. امریکا غواړي، د یادې سرمشریزې غونډې په پلمه د چین په کورنیو چارو کې بيا مداخله وکړي او چين ته د امریکې دغه شوم نیت بیخي د منلو نه دی.

لوه ګوان څونګ له چین څخه د هانکانګ د جلا کېدو په کړنو تورن دی او د لويديځو هېوادونو په ملاتړ يې له ډېرو کالونو راهيسې د چین ضد ویجاړونکي هلې ځلې کوي. هغه څو ځلې د هېواد د تجزيې ويناوې کړي، هانکانګي ځوانان يې له قانون څخه سرغړونکو کړنو ته لمسولي او کله کله يې امريکې ته د سفرونو په ترڅ کې له هغو کسانو سره تماس نیولی، چې د چین د تجزیې او پاشلو شوم نیت لري.

لوه ګوان څونګ په هانکانګ کې د هېواد د ملي امنیت قانون تر نافذېدو مخکې، بهر ته وتښتېده او اوس له نورو هيوادونو څخه د هانکانګ وضعیت ترینګلتيا ته لمن وهي.

د هانکانګ پولیسو د ۲۰۲۰م کال په جولای کې د هېواد د تجزیې او ملي امنیت ويجاړونې په تور د لوه ګوان څونګ په شمول د څو تښتېدلو شکمنو مجرمينو د توقیف امر صادر کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې دغه شان شکمن مجرم څنګه کولی شي، چې د هانکانګیانو په استازیتوب په نړیوالې غونډې کې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په اړه وینا وکړي؟

په حقیقت کې هغه هېڅ حق نه لري، ځکه د چين د تجزيې هڅې کوي او د هانکانګ ډيموکراسي يې سخته زيانمنه کړې ده.

که د امريکې کوم شکمن مجرم په نورو هېوادونو کې مېلمه شي، نو امریکا به څه فکر وکړي؟

 امریکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه کې د ګډون لپاره لوه ګوان څونګ ته بلنه ورکړې، نو ایا هغو کسانو ته به هم بلنه ورکړي، چې د روان کال په جنورۍ کې يې د امريکې کانګرس مخې ته تاوتریخوالی وکړ؟.

امریکې پر لوه ګوان څونګ سربیره، د تایوان مقاماتو ته هم په یاده تش په نوم سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې، له دې څخه ښکاري، چې امریکا غواړي د ډيموکراسۍ پردې تر شا د تایوان په وسیله د چین د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او په هانکانګ کې بیا تاوتریخوالی راوپاروي.

ځيني شنونکي په دې اند دي، چې امريکا دا شوم نیت لري، چې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشریزې له لارې د نظريو مقاومت راوپاروي او د امريکې په مشرۍ نوی سيستم او نوې ډله جوړه کړي او چین یوازې پرېږدي.

د امريکې دغه شوم نیت به هرومرو ناکاميږي، ځکه واقعیتونو دا ثابته کړې، چې امریکې د هانکانګیانو ډيموکراسۍ او بشري حقونو ته هېڅ رښتينې پاملرنه نه ده کړې، بلکې یوازې د خپلې زورواکۍ د ساتلو لپاره يې کوښښونه کړي دي.

د سينګاپور ځاو باو ورځپاڼې په دې وروستيو کې د یوې سياسي کارټوني نقشې په خپرولو سره ويلي، چې د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه د سرکس ننداره ده او لوه ګوان څونګ د دغې نندارې یو لوبغاړی دی.

اوس د هانکانګ عمومي وضعیت ثابت شوی او د هانکانګیانو ډيموکراسي او بشري حقونه د قانون تر ساتنې لاندې دي.

د هانکانګ د ځانګړې سيمې د ادارې مشرې کارې لام څو ورځې مخکې له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې هانکانګ له ستونزو تېر شوی او اوس یې ثابت وضعیت تر لاسه کړی دی.

د ډموکراسۍ په پلمه د امريکې لسموونکې کړه وړه به هېڅکله بریالي نه شي، بلکې داسې کړنې يې نړیوالې ټولنې ته ټوکې ښکاري.