د کويډ ـ۱۹ ضد واکسينونو او سرنجونو په شمول له افغانستان سره د چين مرستندويه توکو نوې جوپه کابل ته ورسېده
cri2021/12/09 10:28:32
شريکول:

 

   د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کويډ ـ۱۹ ضد واکسينونو او سرنجونو په شمول له افغانستان سره د چين د بيړنيو مرستندويه توکو نوې جوپه د ډسمبر په ۸مه نېټه د دغه هېواد د پلازمينې کابل نړيوال هوايي ميدان ته انتقال شوه. په دغه هېواد کې د چين لوی سفير وانګ يو او د دغه هېواد د لنډ مهالي حکومت د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د دغو مالونو د هر کلي او تسلمېدو په مراسمو کې ګډون درلود. 

   لوی سفير وانګ يو په دغو مراسمو کې وويل، اوس افغانستان د کرونا وبا، اقتصاد او بشري ستونزو او بحرانونو سره مخامخ دی. چين د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد او صميمانه دوست په توګه د دغه هېواد حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي. د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته، چين له دغه هېواد سره د کويډ ـ۱۹ ضد واکسينونو، تنفس ماشينونو، ماسکونو او وقايي جامو په شمول مرستندويه مالونه برابر کړي دي. د افغانستان له سياسي تحول راهيسې، چين له افغانانو سره د مرستې په موخه يو لړ مرستندويه پروژې پلې کړي او د دوه اړخيزو سوداګريو د پياوړتيا له لارې يې افغان بزګرانو او سوداګرانو ته ګټې رسېدلې دي. 


نوموړي زياته کړه، چې چين غواړي، چې په مداومه توګه په هره ساحه کې له افغانستان سره ښې همکارۍ وکړي، له افغانستان سره مرسته وکړي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له کرونا وبا سره د مقابلې او د هېواد د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. 

   ښاغلي عبدالباري عمر وويل، چې کرونا وبا، په تېره بيا اوميکرون ويروس د دغه هېواد د طبي سيستم پر وړاندې ننګونه ده، د چين مرستندويه واکسينونه به په دې برخه کې د افغانستان توان لوړ کړي، نو افغانستان له چين څخه ډېره مننه کوي. نوموړي هيله وښوده، چې چين او نړيواله ټولنه په دوامداره توګه افغانستان ته د کرونا وبا ضد واکسين او طبي مالونه برابر کړي.