بهرنې خبري رسنۍ د امريکا پر ډيموکراتيک نمايش انتقاد وکړ
cri2021/12/09 16:30:48
شريکول:

د ماليزيا نيوز سټريتس ټايمز د ډسمبر په ۶مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، يو هېواد چې په خپله څه نه لري اوو د خپروي دعوا يې کوي، ايا دا مسخره نه ده؟

په دغه تبصره کې ليکل شوي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن بايد درې کارونه تر سره کړي، تر څو خپله ډرامه يې مسخره نه شي او نمايش ونه ګرځي.

لومړۍ، بايډن بايد نورو هېوادونو ته د ډيموکراسۍ خپرولو مخکې په خپله امريکا کې اړوندې مسئلې حل کړي. مثلا د امريکا د بشري حقوقو مسئله بايد حل کړي، ځکه دا د هر ډيموکراتيک نظام يوه مهمه برخه ده.

دويم، جو بايډن بايد د جنايي پيښو نړيوالې محکمې ته اجازه ورکړي، چې په افغانستان او عراق کې د امريکايي پوځ د جنګي جرمونو پلټنه وکړي.

درېيم، جو بايډن غواړي، امريکا يو داسی هېواد وګرځوي چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقوقو د ساتنې نمونه شي. هغه کولی شي، په ځينو ځايونو کې داسې چارې تر سره کړي. خو لومړۍ بايد په فلسطين کې لومړی دغه کار وکړي، ځکه د امريکا ملګری هېواد اسرائيل هلته سخت جنګي جرمونه تر سره کوي.