پوتین: روسیه ناټو کې د اوکراین د احتمالي ګډون په اړه اندیښنه لري
cri2021/12/09 11:02:30
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په اتمه نېټه وويل چې د ختيځ په لور د ناټو خوځښت او پراخوالی د روسيې له ستراتيژيک امنيت سره تړاو لري او روسيه په ناټو کې د اوکراين د شاملېدو د احتمال په اړه اندېښمنه ده.

د کريملين ماڼۍ په خپلې ويبپاڼې کې د ډسمبر په اتمه نېټه  خبر ورکړی چې ولاديمير پوتين په همدې ورځ د روسيې په سوچي ښار کې د يونان له صدراعظم کونستانتينوس ميتسوتاکيس سره خبرې اترې وکړې. پوتین له خبرو وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي چې روسیه سوله ییزه بهرنۍ تګلاره پلې کوي او له هېڅ لوري سره د مقابلې هڅه نه کوي، خو د خپل امنیت د ساتلو حق لري.

پوتین زياته کړې چې روسیې ډېر څو ځلې په ډاګه ویلي چې د اوکراین او نورو سیمو له لارې د ختیځ په لور د ناټو خوځښت به هېڅ ونه مني او دا مسئله د روسیې د منځني او اوږدمهاله امنیت او ستراتیژیک راتلونکي پورې اړه لري. هر هېواد حق لري چې د خپل امنيت د ساتلو لپاره تر ټولو ښه او مطلوبه لاره غوره کړي، خو نه شي کولاى چې د نورو هېوادونو ګټې تر پښو لاندې کړي او يا د نورو هېوادونو امنيت له خطر سره مخامخ کړي.