د امريکا ران پاول انسټيټيوټ: ډيموکراتيکه سرمشريزه يوه ټوکه ده
cri2021/12/09 16:12:21
شريکول:

  د امريکا ران پاول انسټيټيوټ د ډسمبر په شپږمه نېټه د دغه انسټيټيوټ د بنسټګر او د امريکا د پارلمان پخواني غړي ران پاول ((د جوبايډن حکومت لخوا رابللې ډيموکراتيکه سرمشريزه يوه ټوکه ده)) ليکنه خپره کړې ده.

ران پاول په دغې ليکنې کې ويلي، چې د امریکا لخوا رابلل کېدونکې ډيموکراتيکه سرمشريزه د ډيموکراسۍ لپاره هيڅ ګټه نه لري، بلکې نړيواله ډيموکراسي به نوره هم وځپي.
نوموړي زياته کړې، هغه هېوادونه چې د امريکا له بهرنيو چارو وزارت او د استخباراتو مرکزي ادارې تګلارو سره همغږي نه لري او د ډيموکراسۍ بېلې تګلارې لري، په دغه سرمشريزه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
نوموړي زياته کړې، چې رنګيز انقلاب يا د منتخب حکومت ړنګول، د امريکا هغه توکي دي، چې نورو هيوادونه ته يې انتقال کړي او په زور يې پرې تپلي دي.