توماس باخ: د چين مېډيا ګروپ اولمپيک چېنل ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي
cri2021/12/09 10:54:28
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شیونګ ته د يو ليک په لېږلو سره د چين مېډيا ګروپ د اولمپيک چېنل د سترو برياليتوبونو ستاينه کړې او د اولمپيک روحيې د خپرولو او ترويج په پار يې د چين مېډيا ګروپ له هڅو څخه مننه کړې ده.

توماس باخ په دغه ليک کې ويلي چې د خوښۍ احساس مې وکړ چې د چين مېډيا ګروپ اولمپيک چېنل د چينايانو پراخه پاملرنه ترلاسه کړې او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. نوموړي زياته کړې چې د چين مېډيا ګروپ د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه مخکې د اولمپيک چېنل جوړ کړ او د اولمپيک روحيې د خپرولو او ترويج لپاره يې زياتې هڅې کړې دي، هغه د دغه چېنل چارې ستايلې دي. چين مېډيا ګروپ د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکيلاتي کميټې او د چين د اولمپيک کميټې سره په ګډه يو لړ فعاليتونه پلان کړي دي. د اولمپيک نړيواله کميټه په دې اړه مثبته رويه لري او په فعاله توګه يې ترې ملاتړ کړی دی.

(ليلا)