د فرانسې چارواکي : د بېجينګ د المپیک ژمنيو لوبو مخه نه نيسو
cri2021/12/10 11:03:17
شريکول:

د فرانسې د پوهنې، ځوانانو او سپورټ وزير جين ميشيل بلانکير د ډسمبر په نهمه نېټه د دغه هېواد له ملي تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل، چې فرانسه به د امريکا په څېر له ډيپلوماتیکو لارو د بېجینګ د المپيک ژمنيو لوبو مخه ونه نيسي.

نوموړي وویل، چې د سپورټ نړۍ بايد له سياسي مداخلې څخه وساتل شي، که نه، سپورټي چارې به په نامناسب لوريروانې شي او ټولې سيالۍ به زيانمنې کړي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د فرانسې سپورټ وزيره روکسانا مرسينيو به د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او د معيوبينو په چارو کې د فرانسې د صدراعظم سکرتر سوفي کلوزيل به د بېجينګ د پرالمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.