په عراق کې د بهرنیو ځواکونو جنګي دنده پای ته ورسیده
cri2021/12/10 11:14:58
شريکول:

د عراق د ملي امنيت سلاکار قاسيم علاج د ډسمبر په نهمه نېټه اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو  جنګي پروسونل پای ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه به ټول ووځي.

د عراق ملي تلويزيون په همدې ورځ د علاج په قول خبر ورکړی، چې د عراق پلاوي په همدې ورځ د امريکا په مشرۍ د داعش پر ضد له نړيوال ائتلاف سره  د تخنيکي خبرو اترو وروستی پړاو پای ته ورساوه.