د امريکايي شکله ډيموکراسۍ تر شا رښتينی حقيقت
cri2021/12/10 15:06:51
شريکول:

امريکا د ډسمبر په ۹مه نېټه تش په نامه ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کړه. امريکا د ډيموکراسۍ په پلمه غواړي، په نړۍ کې مختلفې ډلې جوړوي او نړۍ سره وپاشي تر څو خپله باداري وساتي. خو په خپله امريکا کې ډيموکراتيک نظام ګډوډ دی او په دغه هېواد کې د شتمنو او بېوزلو کسانو تر منځ فاصيله لويه ده، د نژادي تبعيض حالت پکې سخت او د ټولټاکنو حالت يې ګډوډ دی او حتی کرونا وبا يې هم نه ده کنټرول کړې. له دې څخه څرګنديږي چې د امريکا  ډيموکراتيک نظام د هېواد د ادارې په برخه کې اغيزمن نه دی. په ورته وخت کې د امريکا په مشرۍ ځيني هېوادونه هميشه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې نظامي لاسوهنه کوي او تش په نامه د ډيموکراسۍ جوړولو چارو کې تر سره کوي او دغو چارو يې زياتې تراژيدۍ زيږولې دي. امريکا په خپله د ډيموکراسۍ زياتې مسئلې لري، خو بيا هم تش په نامه ډيموکراتيکه سرمشريزه جوړوي، د دغه هېواد داسې کړنې نړيوالو ته بيخي مسخره او يو نمايش ښکاري.