د پاکستان چارواکی: د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز د پاکستان صنعتي ودې ته پياوړی خوځنده ځواک ورکړی
cri2021/12/10 11:06:35
شريکول:

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي خالد منصور د ډسمبر په نهمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه اسلام اباد کې وويل، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز اړوندو پروژو د پاکستان د انرژۍ عرضه او د بنسټيزو تاسيساتو وضعيت ډېر ښه کړی او د دغه دهليز په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو صنعتي همکارۍ د پاکستان صنعتي ودې ته پياوړی خوځنده ځواک ورکړی دی.

ښاغلي خالد منصور په همدې ورځ د پاکستان د دواملرونکي پرمختګ د تګلارو څېړنيز مرکز لخوا رابلل شوي سمينار ته په وینا کې وويل، چې په پاکستان کې د برېښنا کمبود د خلکو ژوند او صنعتي وده له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې وه، خو اوس د دغه دهليز د اړوندو پروژو په پيل سره دغه هېواد ته کافي برېښنا په ارزانه بيه برابریږي.