ډيموکراتيکه سرمشريزه د نړۍ د عامه افکارو د جنګ سبب ګرځېدلې
cri2021/12/10 15:55:14
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د ډسمبر له ۹مې نيټې څخه تر ۱۰مې نيټې پورې په انلاين ډول ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کړه، چې د چين د تايوان سيمې په شمول ۱۱۰ هېوادونو او سيمو ته يې د ګډون بلنه ورکړې وه.

د سينګاپور د بهرنيو چارو پخواني وزير يانګ ژونګ ون په دې وروستيو ورځو کې ګلوبل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه ډيموکراتيکه سرمشريزه په ټوله نړۍ کې د عامه افکارو او معلوماتو د جنګ سبب ګرځېدلې ده.

نوموړي ويلي، چې د يادې غونډې يو پټ مهم هدف په نړۍ کې د چين د چارو د مقام ټيټول دي. امريکا غواړي د دغې غونډې په تر سره کولو او په دغه غونډه کې د تايوان د ګډون په شمول ځينو برخو کې پر چين فشار واچوي او بل دا چې په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو نوملېست په خپله په ډيموکراتيک ډول ټاکل شوی نه دی.

نوموړي دا نظر څرګند کړی، چې ډيموکراتيکه سرمشريزه د چين پر وړاندې د عامه افکارو يو اړين جنګ دی او چين يې اړ کړی چې پر وړاندې يې غبرګون وښيي او چين بايد له دغه سوړ جنګ سره مقابله وکړي ځکه امريکا غواړي د خلکو د ذهنونه بلې خوا ته وګرځي.