د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۹مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۴ بجو او ۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۴۴۹۲۳ زيات شوی، چې عمومي شمېر يې ۲۶۷۱۸۴۶۲۳ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۲۱۳ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۵۲۷۷۳۲۷ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)