د امريکايي سياستوالو لمسوونکې کړنې د تایوان ثبات ګواښي
cri2021/12/10 14:35:50
شريکول:

د امریکې ځيني سياستوال د پردې تر شا له چین څخه د تایوان له بيلتونپالو ځواکونو څخه ملاتړ کوي او د دې سيمې امنیت او ثبات ګواښي.

د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه د ډسمبر په ۹مه نېټه پیل شوه.

د سپينې ماڼۍ د امنیتي چارو سلاکار جاک سوليوان څو ورځې مخکې ویلي، چې امريکا به د دې لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، چې د چین ستره برخه په پوځي ځواک  تایوان له خپل هيواد سره یو ځای نه کړي.

د امريکې ځينو سياستوالو له څه مودې راهيسې داسې ګنګوسو او درواغو ته هوا ورکړې، چې ګواکې چين غواړي، په پوځي لارې تایوان کنټرول کړي. سولیوان يو ځل بيا بې ځایه څرګندونې کړي او موخه يې دا ده، چې د چین د سوله ییز یووالي بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د تایوان تنګي وضعیت ته ګواښونه ورسوي. د امريکې د ځينو سياستوالو له دغو کړنو څخه څرګنديږي، چې دغه هيواد د تایوان په اړه خپلې ژمنې بيخي نه پوره کوي او شوم نیت لري او غواړي، د تایوان مسئلې په پلمه د چین د پرمختګ مخه ونيسي.

سولیوان زياته کړې، چې امريکې په تېرو ۸ میاشتو کې د چین سترې برخې لخوا د تایوان د پوځي کنټرول د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د نوموړي له دغو خبرو څخه ښکاري، چې دوی تور ته سپين او سپين ته تور وايي. په حقیقت کې امريکې د تایوان له سيمه ييزو چارواکو سره تماسونه نیولي او دوسيسه يې طرحه کړې، چې له امله يې د تایوان تنګي وضعیت د لا ډېرې ترینګلتیا سبب ګرځېدلی دی.

د امريکې پوځي بېړۍ څو ځلې له تایوان تنګې څخه تېرې شوي، پوځي الوتکې يې څو ځلې تایوان کې ښکته شوي، د تش په نوم نړیوالې فضا د پراخولو په برخه کې يې له تایوان سره مرستې کړي او د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه کې د ګډون په اړه يې تایوان ته بلنه ورکړې ده او همدا په تېرو ۸ میاشتو کې د امريکې بې ځایه کوښښونه وو.

د امريکې دغو هلو ځلو د تایوان تنګي ثبات سره مرسته نه ده کړې، بلکې د دې سيمې وضعیت ته يې ګواښونه رسولي او تاوتریخوالی يې راپورته کړی دی. تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده، نو چين په خپلې خاورې کې پوځي تمرینونه او نظامي الوتکې ګرځوي او دا د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د مقاومت لپاره ترسره کوي او د خپل هېواد د حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو قانوني اقدامات دي.

د امريکې حکومت یوه خوا د یو چین پېژندنې تګلاره منلې او له چين څخه د تایوان له جلا کېدو څخه يې ملاتړ نه دی کړی، خو له بلې خوا په عمدي توګه تایوان د هېواد په نوم بولي او له چین څخه د تایوان له بېلتون غوښتونکو څخه پټ ملاتړ کوي او دغه شان کړنې يې ډېرې د غندنې وړ دي.

د سولیوان په شمول د امريکې ځیني سياستوال د تایوان د حساسې مسئلې په اړه بې ځایه هلې ځلې کوي او په حقیقت کې دوی له سور اور سره لوبې کوي، چې هرو مرو به ټول پکې سوځي.

د امريکې خبري رسنیو ويلي، چې تایوان د چین له مرکزي ګټو سره تړاو لري، که امريکا د تایوان د ساتلو په پلمه بې ځايه او نامناسب تدبيرونه غوره کړي، نو دا به د یو لوی مصیبت د رامنځته کېدو سبب وګرځي.