د چين ستورمزلو د تيان ګونګ له فضايي سټېشن څخه لومړی فضايي درس ورکړ
cri2021/12/10 15:13:42
شريکول:

د چين ستورمزلو د تيان ګونګ له فضايي سټېشن څخه لومړی فضايي درس د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر د ۹مې نېټې د ماسپيښين په درېيو بجو او ۴۰ دقيقو ورکړ. چيني کيهانوردانو جای جي ګانګ، وانګ يا پينګ او يه ګوانګ فو په دغه سټېشن کې ماشومانو او ځوانانو ته د فضا پېژندنې په زړه پورې مالومات ورکړل.

کيهانوردانو په دغه يو ساعته درس کې په فضايي سټېشن کې د کار او ژوند او ځانګړې علمي وضعې او اصول معرفي کړل او له ګډون کوونکو زده کوونکو او ښوونکو سره يې انلاين تبادلې وکړې.

د چين د نان نينګ او ون چوان په ګډون د څو سيمو ۱۴۲۰ زده کوونکو په دغه انلاين درس کې ګډون کړی و. (شکريه)