چين له امريکا څخه وغوښتل چې د شينجيانګ قانوني مسوده لغوه کړي
cri2021/12/10 11:10:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په نهمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هغه راپورونه چې وايي د شينجيانګ اوسېدونکي جبري کارونو ته اړ شوي او د نسل وژنې له ګواښ سره مخامخ دي، د ډېر بد نيت په موخه خپرې شوې ګونګوسې دي. نوموړي زياته کړه، که امریکا چين ته د زيان رسولو هڅو ته دوام ورکړي، نو چين به اړشي چې غوڅ ځوابونه ورکړي.

د امريکا د استازو جرګې د روانې میاشتې په اتمه نېټه جبري کارونو ته د اويغوريانو د اړېدو د مخنيوي مسوده تصويب کړه او له چين څخه يې پر هغو وارداتي توليداتو بنديز لګولی، چې د دوی په وینا د جبري کارونو له لارې توليديږي.